د ایران ولسمشر:
دښمن ته د سردار سلیماني له ټروره به زیان ورسي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د سردار قاسم سلیمانی لاره هم هغه د امام خمینی ره مکتب او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لاره ده چي د تل لپاره به دوام وکړي.
د ایران ولسمشر حسن روحانی د انرجیو د ملي وزارت د پروژو د پرانیستېدو په مراسمو کې د سردار قاسم سلیمانی د شهادت په یادونې سره وویل: دښمن به هرو مرو د انقلاب اسلامي د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قومندان له ټرور د پایلو سره مخ شي، دښمن دي ډاډه ووسي چي د ایران او د سیمي ولس په لا زیات هیلي سره د سیمي د خپلواکۍ په لړ کې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.
روحاني زیاته کړه: تر هغه پوري چي په سیمه کې امریکایان حضور ولري، په لوېدیځه اسیا کې امنیت نه ټینګیږي او د سیمي ولسونه به ډېر ژر جنایتکاران له سیمي څخه وشړي.
په ایران کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیمانی د ۲۰۲۰ میلادی کال د جنوري په میاشته کې په داسي حال کې چي د عراق د رسمي چارواکو په بلنه دې هیواد ته سفر کړی و د ټرامپ په حکم د یو ټروریستي برید په ترڅ کې د عراق د حشد الشعبي د سازمان له مرستیال او اتو نورو کسانو سره په شهادت ورسېدل.