د ټرامپ ادارې ته د ظریف خبرداری او مطرح شوي سناریوې
په عراق کې او د فارس خلیج په اوبو کې د امریکا تر وروستیو خوځښتونو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: له عراق څخه مو داسي معلومات تر لاسه کړي چي امریکا د جګړې لپاره د تیاریو تر څنګ د دسیسو په کار اچولو سره د جګړې په لټه کې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چهار شنبې پهورځ په خپله ټوییټر پاڼه کې ولیکل: د امریکا ولسمشر دونالد ټرامپ په دغه هیواد کې د کرونا وایروس سره د مقابلې پر ځای سیمي ته د بی ۵۲ ډوله د جنګي الوتکو او جنګي کښتیو په استولو سره په میلیاردونو ډالر ضایع کوي.
په دې وروستیو کې خبري سرچینو راپور ورکړی چي د امریکا یو ایټمی اوبتل د فارس خلیج اوبو ته ور داخل شوی او د امریکا د دوه بی ۵۲ ډوله استراتیجیکي جنګي الوتکې هم د قطر په العدیده فوځي اډه کې ځای پر ځاي شوي چي له هغه ځایه د فارس خلیج په سمندر کې ګزمې مخي ته وړي.
د فارس خلیج په اوبو کې د امریکا د خوځښتونو په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي، ځینې دغه خوځښتونه یرغلیز نه بلکي د سیاسي او دفاعي موخو په لړ کې بولي، خو پهدې مینځ او مان کې ځینې امریکایي سرچینې لکه سی ان ان خبري چېنل بیا په سپینه ماڼۍ کې د ټرامپ د حضور د وروستیو ورځو په اړه خبرداری ورکوي.
د معاصر تاریخ له شواهدو سره سم، ایران هیڅکله د جګړې پیلوونکي نه دی تېر شوی خو د هر ډول یرغل په وړاندې خپل له ولس، امنیت او ملي ګټو څخه په کلکه دفاع کړې ده، پر ایران باندې د عراق د بعثي رژیم اته کلن تپل شوې جګړه د نورو لپاره د عبرت یوه ستره بېلګه بلل کیږي چي ایران په جدیت سره په هره کچه له یرغل، زور او زیاتی سره مقابله کوي.
له دې سره سره ځینې په دې باور دي چي په عراق کې او د فارس خلیج په اوبو کې د امریکا وروستي خوځښتونه هغه هم د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان شهید سلیماني د ټرور د کلیزي په درشل کې تر ډېره حده دفاعي بڼه لري ځکه چي امریکایان د دې ټرور په وړاندې د ایران له غچ اخیستنې څخه اندېښمن دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت جګپورو چارواکو په ځلونو ټینګار کړي چي د شهید قاسم سلیماني د ټرور غچ به له امریکا څخه په مناسب وخت او په مناسب ځای کې به واخیستل شي.
د سیاسي چارو ځینې نور کارپوهان بیا په دې باور دي چي د فارس خلیج په اوبو کې د امریکا فوځي خوځښتونه سیاسي موخي لري او د امریکا په ټولنه کې د دونالد ټرامپ د سیاسي، فکري او حیثیتي ماتې پایلي دي او په دې توګه سره هڅه کیږي چي د امریکا د راتلونکي ولسمشر لپاره حالات نور ترینګلي کړي.
د کرونا سره په مقابله کې ناسم مدیریت، د امریکا د بېوزلو پرګنیو اقتصادي ستونزې او په نړیواله او ملي کچه کې د ټرامپ د یو اړخیزو دریځونو سره مخالفتونه چي په ټاکنو کې د ټرامپ د ماتي خوړلو سبب وګرځېد د ټرامپ د لالهاندی سبب شوی او هغه غواړي له دې وضعیت څخه د خلاصون په موخه د امریکا له سرحدونو بهر شخړې جوړي کړي تر څو د عمومي اذهانو پام پلي خوا ته واړوي.
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت د کمیسیون د مشر نایب ایران پرس سره په یوه مرکه کې په دې اړه داسي وایي: د امریکا د سیاسي بدلونونو اصلي موضوع چي د امریکایي سیاستوالانو د غوصې سبب شوی او دا چي ټرامپ نه غواړی واک بایډن ته ور وسپاري او غواړي واک لېږد په جنګي فضا کې تر سره شي چي دغه دریځ نیونه د امریکا لپاره یو خطرناک اقدام بلل کیږي.
البته دا لومړی ځل نه دی چي امریکا د بی ۵۲ ډوله استراتیجیګي جنګي اولوتکو سکاډران د فارس خلیج سیمي ته استوي، او البته د امریکا د سیاست جوړښت او د نړیوالي ټولنې دریځ د ترامپ د ښخړي جوړونې ته اسانه شرایط نه برابروي، خو له دې سره سره د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د فوځي واک له نظره ستر ځواک دی اود فارس خلیج په اوبو کې د امریکا له احتمالي فوځي اقداماتو څخه هیڅه وېره نه لري.