قاسم سلیماني له ترهګرۍ سره د مبارزې ستر اتل و
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95158-قاسم_سلیماني_له_ترهګرۍ_سره_د_مبارزې_ستر_اتل_و
نن د شنبې ورځ د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د جنورۍ د میاشتې دوهمه(۲) او د دیارلس سوه نهه نویم (۱۳۹۹)هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه (۱۳) نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت له لومړۍ کلیزې سره سمون خوري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2021 06:57 Asia/Kabul
  • قاسم سلیماني له ترهګرۍ سره د مبارزې ستر اتل و

نن د شنبې ورځ د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال د جنورۍ د میاشتې دوهمه(۲) او د دیارلس سوه نهه نویم (۱۳۹۹)هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه (۱۳) نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت له لومړۍ کلیزې سره سمون خوري .

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي ولسي بسیج ځواک نائب رئیس ابو مهدي المهندس له اتو(۸) نورو ملګرو سره یوځای د تیر میلادي کال(۲۰۲۰) د جنورۍ د میاشتې په دریمه (۳) نیټه د عراق د بغداد هوايي ډګر د باندې د امریکا د ترهګرو او تیریګرو ځواکونو په هوايي کښې شهیدان کړې شول .

سردار سلیمانی چې د مقاومت د «سید الشهدا» لقب یې ترلاسه کړی و د اسلام د سپاه د قومندان په توګه له خپل برکت څخه په ډک ژوند کښې ملیتونو ته له پام کولو پرته د مظلومو مسلمانو ملتونو د ملاتړ په لاره کښې د قران او د اسلام د لوړتیا هڅه وکړه .

شهید سلیماني د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان په توګه  دغه راز په عراق او سوریې کښې د داعش په له مینځه وړلو کښې مهم رول درلود او په تیرو څو کلونو کښې یې په دغو دوو(۲) هیوادونو کښې د ولسي بسیج ځواکونو په منظمولوسره خلکو ته ارامښت او امنیت ډالۍ کړ .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  د سردار سلیماني له شهادت وروسته په یوه(۱) پیغام کښې وویل د دنیا له اشرارو او شیطانانو سره د مبارزې په میدانونو کښې کلونو کلونو زړورو او مخلصانه هڅو او د خدا په لاره کښې کلونه کلونه د شهادت ارزو بالاخره ګران سلیماني دغه لوړ مقام ته ورسوه او د هغه پاکه وینه د بشر د ترټولو ظالمو کسانو په لاس په ځمکه توی شوه .

هغه حضرت په دې خبرې سره چې شهید سلیماني د مقاومت نړیواله څیره ده او د مقاومت ټول مینه وال د هغه د وینې بدل اخیستل غواړي ډاګینه کړه ټول دوستان او ټول دوښمانان باید پوه شي چې د مقاومت د جهاد لاره به په دوه چنده انګیزې سره دوام ولري او پریکنده بریالیتوب د دغه مبارکې لارې د مجاهدانو په تمه دی .