د نیول شوي کشتۍ په هکله د جنوبي کوریا کړچار رد شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95240-د_نیول_شوي_کشتۍ_په_هکله_د_جنوبي_کوریا_کړچار_رد_شوی
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا په دې خبرې باندې بیا ټینګار سره چې په فارس خلیج کښې د جنوبي کوریا د کشتۍ نیول یوه (۱) کاملا فني موضوع ده وویل په دې زمینه کښې د جنوبي کوریا د حکومت کړچار د درک وړ نه دی او هغه رد شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2021 02:13 Asia/Kabul
  • د نیول شوي کشتۍ په هکله د جنوبي کوریا کړچار رد شوی

تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده بیګا په دې خبرې باندې بیا ټینګار سره چې په فارس خلیج کښې د جنوبي کوریا د کشتۍ نیول یوه (۱) کاملا فني موضوع ده وویل په دې زمینه کښې د جنوبي کوریا د حکومت کړچار د درک وړ نه دی او هغه رد شوی دی .

سعید خطیب زاده د جنوبي کوریا د نیول شوي کشتۍ د اخري حالت په هکله د یوه(۱)خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل هماغه ډول چې مخکې ویل شوي و د جنوبي کوریا د کشتۍ مشکل کاملا فني دی او د ایران اسلامي جمهوریت د نورو هیوادونو په شان د سمندر د ژواک چاپیریال د ساتنې او د ملاتړ په هکله کامل حساسیت لري او د دغه چارې د خلاف ورزۍ له موردونو سره له قانون سره سم چلند کوي .