د لوېدیځو د ډیموکراسۍ بنسټ کمزوري دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95264-د_لوېدیځو_د_ډیموکراسۍ_بنسټ_کمزوري_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په امریکا کې د کنګرس پر ودانۍ باندې د بلواګرو برید ته په اشارې سره د لوېدیځوالو ډیموکراسي سسته او کمزورې وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2021 10:48 Asia/Kabul
  • د لوېدیځو د ډیموکراسۍ بنسټ کمزوري دي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په امریکا کې د کنګرس پر ودانۍ باندې د بلواګرو برید ته په اشارې سره د لوېدیځوالو ډیموکراسي سسته او کمزورې وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په امریکا کې پر کنګرس باندې د ټرامپ د پلویانو برید ته په اشارې سره وویل: دغه ډول پیښي د دې ښودنه کوي چي د ټکنولوجیو د پرمختګ سره سره لوېدیځو هیوادونو کې عوام غولونه لا دوام لري او یو پوپولیست د څلورو کلونو په دوران کې د خپل هیواد حیثیت له مینځه یوړل.

هغه زیاته کړه چي یو نوړه انسان په امریکا کې د واک په ترلاسه کولو سره د ټولي نړۍ سره د دې هیواد اړیکې خرابي کړې او هم خپل هیواد، سوریې، فلسطین، یمن، لوېدیځه اسیا او ټولي نړۍ ته زیان وروسوه.

روحانی هیله وښودله چي پر کنګرس باندې د ټرامپ د پلویانو برید د سپیني ماڼۍ د راتلونکو چارواکو لپاره د عبرت درس وګرځي.