نن د یوې تپلي اقتصادي جګړې سره مخامخ یو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95804-نن_د_یوې_تپلي_اقتصادي_جګړې_سره_مخامخ_یو
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو سره چي ایران د تپلي اقتصادي جګړې سره مخ دی وویل: باید د ایراني ولس څخه د ۴۲ کلونو مقاومت، زغم، رغونه او له هیواده څخه د دفاع لپاره ممندویه ووسو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2021 09:25 Asia/Kabul
  • نن د یوې تپلي اقتصادي جګړې سره مخامخ یو

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د دې په بیانولو سره چي ایران د تپلي اقتصادي جګړې سره مخ دی وویل: باید د ایراني ولس څخه د ۴۲ کلونو مقاومت، زغم، رغونه او له هیواده څخه د دفاع لپاره ممندویه ووسو.

د ایران ولسمشر حسن روحانی نن د کرني د وزارت د پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: باید د ایران له ولس څخه په تاریخ کې د یوې بې ساري اقتصادي جګړې په وړاندې د مقاومت لپاره په تېره بیا په دریو وروستیو کلونو کې مننه وکړو، په وروستیو پېړیو کې لږ داسي پېښه شوې چي یو ولس د داسي ظالمانه اقتصادي جګړې سره مخامخ شوی وي.

روحاني د استکبار په وړاندې د تسلیمۍ لپاره د دښمن هلو ځلو ته په اشارې سره زیاته کړه: زموږ ولس په وروستیو دریو کلونو کې مقاومت وکړ او په تېرو لسو میاشتو کې د زیاتو کړاوونو سره سره د ۲۸ میلیارد ډالرو په ارزښت غیر تیلي صادرات تر سره کړي.