د ایران وسلوال ځواک ددفاعي توان په ترټولو لوړه سویه کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95842-د_ایران_وسلوال_ځواک_ددفاعي_توان_په_ترټولو_لوړه_سویه_کې_دی
امیر دادرس په دوام کې د پوځ تخصصي مانورو ترسره کیدا ته په اشارې سره هم وئيلي دي ، په دغو مانورو کې مو خپلې توانمنۍ،ددښمن ګواښونو ته په چورلټ ځواب او بشپړ تیارسي سره ښودلي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 29, 2021 09:13 Asia/Kabul
  • د ایران وسلوال ځواک ددفاعي توان په ترټولو لوړه سویه کې دی

امیر دادرس په دوام کې د پوځ تخصصي مانورو ترسره کیدا ته په اشارې سره هم وئيلي دي ، په دغو مانورو کې مو خپلې توانمنۍ،ددښمن ګواښونو ته په چورلټ ځواب او بشپړ تیارسي سره ښودلي دي .

مهر خبري آژانس راپور ورکړی ، د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ دعمومي جانشین  سردار امیر محمد حسین دادرس ،هغواحتمالي ګواښونو ته د ځواب لپاره دایران د پوځ دچمتوولي په باب  چې  د د ښمنانو له خوا  په وروستیو شپو ورځو کې مطرح شوي دي ، ووئیل ، دښمنان  ښه پوهیږي ، دپوځ پشمول داسلامی ایران وسلوال ځواک  په کومه  سویه اوڅومره لوړکیفیّت کې  چمتووالی لري .

د ایران د پوځ دعمومي قوماندان جانشین  ددې خبرې په کولو سره چې  هاله ګواښونه ظاهر او عملي کیږي ، چې  په یوه هیواد کې  دفاعي قدرت اوچمتووالی  وجود نه لري ، ټينګار کړی ، نن سبا  د ایران دپوځ پشمول درست ځواکونه  په هماغه حد کې دي ،چې  هر ناخوښ اقدام که وشي ،نو  ددښمن له اقدامه ډير دروند اوورانونکی  او غاښ ماتونکی ځواب به وویني.

 امیر دادرس  په دوام کې د پوځ  تخصصي مانورو ترسره کیدا ته په  اشارې سره هم  وئيلي دي ، په دغو مانورو کې  مو خپلې توانمنۍ،ددښمن  ګواښونو ته په چورلټ ځواب او بشپړ تیارسي سره  ښودلي  دي .

 دا یران د پوځ دعمومی قوماندان جانشین  همداراز د هیواد د پولو دامنیت په باب هم  وئيلي دي ، په پولو کې د امنیت وضعیّت  ډير ښه دی او  دایران درستې پولې  په ډیرو پرمختللو او ماډرن تجهیزاتوسره شپه ورځ کنټرولیږي.