له نړیوالې ایټمي موافقې پرته د ایران دایټمی صنعت سوله ایزه پراختیا
اوس د ایران داسلامی شورا د قانون په چوکاټ کې دلومړني ګام په توګه د یورانیمو دشل فی صدي پخولو کار پیل کړی دی .
د ایران داسلامی جمهوریت دایټمی صنعت سوله ایزه پراختیا، دامریکا او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې داروپائي لوري یا اروپائي ټرائيکا د ادعاګانو او د هغه دغه کونې په اوج کې هماغه راز دوام لري او ښئ ، چې ایران له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره یا له دې نړیوالې ایټمي موافقې پرته هم خپل سوله ایز ایټمي پروګرام ته دوام ورکوي .
د ایران اسلامی جمهوریت ، له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د وتنې او د اروپایانو د څنګةکیدا په غبرګون کې ، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنو دکمولو وار د واره پنځه ګامونه پورته کړل او په همدا ورسوتیو کې هم دخپلو ژمنتیاؤ اجرا ته د نړیوالې ایټمي موافقې د نورو لورو دپابند کولو لپاره ئې د قم په فردو ایټمي کمپلیکس کې د یورانیمو دشل فی صدي پخولو کار هم پيل کړی دی .
دبندیزونو د لغوه کولو لپاره دسټراټژيک اقدام قانون ، د ایران حکومت پابند کړی چې په مشخص وخت کې دې ددغې موافقې له امکاناتو څخه د ایران د ګټنه اخستنې په موخې سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دلورو د پابند کولو په خاطر دې نوي اقدامات عملي کړي .
اوس د ایران داسلامی شورا د قانون په چوکاټ کې دلومړني ګام په توګه د یورانیمو دشل فی صدي پخولو کار پیل کړی دی . په همدې خاطر د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف دپنجشنبې په مازدیګر د فردو ایټمی کمپلیکس ته په تلو سره د یورانیمو دشل فی صدي پخولو د بهیر کتنه وکړه او وې وئيل ، د پارلیمان د قانون په اساس ،د یورانیمو دشل فی صدي پخولو بهیر په ښه توګه پر مخ ځي .
دغه ګام ښئ ا یران دخپلو اصولو په وړاندې جدي دی او خپلې ملي ګټو او مصلحتونو ته د مقابلو لورو په هغو دغو خبرو سره غوټه نه ورکوي . ایران جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته په ژمنتیا سره ښودلې ده چې خپل درست ایټمي فعالیتونه ئې سوله ایز دي او دا موضوع په کرتو د ایټمي انرزۍ دنړیوال آژانس په پړاویزو راپورونو کې منل شوې ده .
ایران د خپل لاښه نیّت دښودلو لپاره ، دالحاقي پروټوکول پخپلې خوښې اجرا او له تمې زیاتې ارزونې هم منلي ،خو اوس دمقابل لوري د انفعال دوام ته په پام سره ،وضعیّت او حالات بدل شوي دي . که دفرورۍ تر یویشتمې نیټې پورې د ایران په ضد بندیزونه لغوه نشي ، نو داسلامی شورا دقانون په چوکاټ کې ورپسې ګامونه هم پورته کیږي .
په همدې چوکاټ کې په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران داسلامی جمهوریت استازي کاظم غریب آبادي هم په پنجشنبې مازدیګر پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، داسلامی شورا قانون،د بندیزونو د لغوه کولو له لارې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د بې مخینې بشپړ ملګرتیا د ساتلو لپاره یوبل فرصت برابر کړی دی او که دغه فرصت له لاسه ووځي ،نو اوسنۍ ډیره زیاته ملګرتیا به هماغې عادي ملګرتیا ته وګرځي .
د ایران اسلامی جمهوریت تل په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پخپلو ژمنو عمل کړی دی، او اوس غونډسکه د امریکا او اروپا په مځکه او پلوۀ کې ده تر دې چې هر څومره زر دبندیزونو په لغوه کولو سره ، ایران د نړیوالې ایټم يموافقې له اقتصادي ګټو څخه استفاده وکړائ شي . که بندیزونه لغوه شي ، او د ایران د تیلو خرڅلاؤ ،بانکي او سمندري ټرانسپورتي معادلات عادي حالت ته وګرځي ،نو ایران هم په نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو درستو ژمنو ته بیرته ګرځي .
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ژوندي پاتیکیدا د امریکا او اروپا له اقداماتو سره اړه لري،ځکه د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا او د ایران دایټمي صنعت د سوله ایز شونې دضمانت و رکونکي په توګه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود فتوا، د ایران دایټمي بریالیتوبونو لپاره یوه روښانه او مخ په وده لاره ده چې یوازې ئې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره غوټه نه ده خوړلې .