له نړیوالې ایټمي موافقې پرته  د ایران دایټمی صنعت سوله ایزه پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95846-له_نړیوالې_ایټمي_موافقې_پرته_د_ایران_دایټمی_صنعت_سوله_ایزه_پراختیا
اوس د ایران داسلامی شورا د قانون په چوکاټ کې دلومړني ګام په توګه د یورانیمو دشل فی صدي پخولو کار پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 29, 2021 10:24 Asia/Kabul
  • له نړیوالې ایټمي موافقې پرته  د ایران دایټمی صنعت سوله ایزه پراختیا

اوس د ایران داسلامی شورا د قانون په چوکاټ کې دلومړني ګام په توګه د یورانیمو دشل فی صدي پخولو کار پیل کړی دی .

 

 د ایران داسلامی جمهوریت  دایټمی صنعت  سوله ایزه پراختیا، دامریکا او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  داروپائي لوري  یا اروپائي ټرائيکا  د ادعاګانو او  د هغه دغه  کونې په اوج کې هماغه راز دوام لري او ښئ  ، چې ایران   له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره یا له دې نړیوالې ایټمي موافقې پرته  هم  خپل سوله ایز ایټمي پروګرام ته  دوام ورکوي .

 د ایران اسلامی جمهوریت ،  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د وتنې او د اروپایانو  د څنګةکیدا په غبرګون کې ، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنو دکمولو وار د واره پنځه ګامونه پورته کړل او په همدا ورسوتیو کې هم  دخپلو ژمنتیاؤ اجرا ته د  نړیوالې ایټمي موافقې د نورو لورو دپابند کولو لپاره ئې د قم  په فردو ایټمي کمپلیکس کې د یورانیمو دشل فی صدي پخولو  کار هم پيل کړی دی .

 دبندیزونو د لغوه کولو لپاره دسټراټژيک اقدام قانون ، د ایران حکومت پابند کړی  چې په مشخص  وخت کې   دې ددغې موافقې له امکاناتو څخه د  ایران  د ګټنه اخستنې په موخې سره  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دلورو د پابند کولو په خاطر  دې نوي اقدامات  عملي کړي .

Image Caption

 

 اوس  د ایران داسلامی شورا د قانون په چوکاټ کې  دلومړني ګام په توګه  د یورانیمو دشل فی صدي پخولو  کار پیل کړی دی . په همدې خاطر د ایران داسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  دپنجشنبې په مازدیګر د فردو ایټمی کمپلیکس  ته په تلو سره د یورانیمو دشل فی صدي پخولو د بهیر کتنه وکړه  او وې وئيل ،  د پارلیمان  د قانون په اساس ،د یورانیمو دشل فی صدي پخولو بهیر په ښه توګه  پر مخ ځي .

دغه ګام ښئ  ا یران  دخپلو اصولو په وړاندې جدي دی  او خپلې ملي ګټو او مصلحتونو ته  د مقابلو لورو په هغو دغو خبرو سره  غوټه نه ورکوي . ایران  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته په ژمنتیا سره ښودلې ده چې  خپل درست ایټمي فعالیتونه ئې سوله  ایز دي  او  دا موضوع په کرتو  د ایټمي انرزۍ  دنړیوال آژانس  په پړاویزو راپورونو کې  منل شوې ده .

Image Caption

 

 ایران  د خپل لاښه نیّت دښودلو لپاره ، دالحاقي پروټوکول پخپلې خوښې  اجرا  او له تمې زیاتې ارزونې هم منلي ،خو اوس  دمقابل لوري  د انفعال  دوام ته په پام سره ،وضعیّت او حالات بدل شوي دي . که  دفرورۍ تر یویشتمې نیټې پورې  د ایران په ضد بندیزونه  لغوه نشي ، نو داسلامی شورا دقانون په چوکاټ کې  ورپسې ګامونه هم پورته کیږي .

 په همدې چوکاټ کې  په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران داسلامی جمهوریت  استازي کاظم غریب آبادي  هم په پنجشنبې مازدیګر پخپل ټولنیز چینل کې لیکلی دي ، داسلامی شورا قانون،د بندیزونو د لغوه کولو له لارې د ایټمي  انرژۍ  له نړیوال آژانس سره د بې مخینې بشپړ ملګرتیا د ساتلو لپاره یوبل فرصت  برابر کړی دی  او که دغه فرصت له لاسه ووځي ،نو  اوسنۍ ډیره زیاته ملګرتیا به هماغې عادي ملګرتیا ته وګرځي .

 د ایران اسلامی جمهوریت  تل  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پخپلو ژمنو عمل کړی دی، او اوس غونډسکه د امریکا او اروپا په مځکه او پلوۀ کې ده تر دې چې  هر څومره زر دبندیزونو په لغوه کولو سره ، ایران  د نړیوالې ایټم يموافقې  له اقتصادي ګټو څخه استفاده وکړائ شي . که بندیزونه لغوه شي ،  او د ایران د تیلو خرڅلاؤ ،بانکي  او  سمندري ټرانسپورتي معادلات عادي حالت ته وګرځي ،نو ایران  هم په نړیوالې ایټمي موافقې  کې  خپلو درستو ژمنو ته بیرته ګرځي .

د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ژوندي پاتیکیدا د امریکا او اروپا له اقداماتو سره اړه لري،ځکه  د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره ملګرتیا او د ایران دایټمي صنعت د سوله ایز شونې دضمانت و رکونکي په توګه  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود فتوا، د ایران دایټمي بریالیتوبونو لپاره  یوه روښانه او مخ په وده لاره  ده چې یوازې ئې  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې سره غوټه نه  ده خوړلې .