امریکائي حکومت دې د اقتصادي ترهه ګرۍپه سیاست بیاکتنه وکړي
جواد ظریف زیاته کړې،ترڅوچې امریکا په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته پابنده نه شي،د ایران لپاره هیڅ فرق نه کوي،چې په سپینې ماڼۍ کې څوک دیره دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جوادظریف له روسیا الیوم ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئيلي ديد جوزف بایډن حکومت دتهران او واشنګټن ترمینځ داړیکوتاؤتریخجن وضعیّت ښه کول په بالقوه ډول پيلولی شي .
جواد ظریف دې ته په اشارې سره چې د یواړخیزو بندیزونو په باب د واشنګټن اوسنی سیاست اساسا اقتصادي ترهه ګرياو اقتصادي جنګ دی، وئيلي دي،د امریکا دبهرني سیاست باندې دبیا کتنې لپاره د جوبایډن ژمنتیاوې اوږمهاله ژمنه ده .
د ایران خارجه وزیر هیله ښودلې،د امریکا نوی حکومت له تهران سره دوه اړخیزې اړیکې په سم ه لاره پرمخ بیولی شی .
جواد ظریف زیاته کړې،ترڅوچې امریکا په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته پابنده نه شي،د ایران لپاره هیڅ فرق نه کوي،چې په سپینې ماڼۍ کې څوک دیره دی .
هغه همداراز ددې خبرې په کولو سره چې له نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو فیصلې د واشنګټن لپاره اپوټه نتیجه درلودلې ، وئيلي دي ، له نړیوالې ایټمي موافقې د متحده ایالاتو له وتلو وروسته ، د ایران د پاخو شوو یورانیمو زیرمې ، له درې سوه کلوګرامه څلور زره کلوګرامو ته رسیدلي دي .