په ایران کې نور ۷۱کسان دکرونائي ویروس قرباني شول
په درستې نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه یو سل دوه میلیون کسانو زیات شوی چې له دوي څه دپاسه دوه میلیون او دوه لکه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو څلور اویا میلیون نور هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دروغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس دککړو کسانو د احصایو په باب وئیلي دي ،د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیرشواروز کې په ایران کې په کرونا ویروس نور شپږ زره پنځه سوه درې آویا ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي شپږسوه پنځوس په روغتونونوکې بستري شوي دي.
میرمن سیما سادات لاري وئيلي تر دې دمه په درست ایران کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یو میلیون څلورلکه څلورو زرو تنو ته زیات شو دی .

هغې دغه راز وئيلي له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې د کرونائي ویروس له امله یو اویا کسانو ساه ورکړې ده چې له دوی سره په درست ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر هم اوه پنځوس زره اته سوه اوو تنو ته زیات شوی دی .