دا د امریکا دنده ده چې نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95858-دا_د_امریکا_دنده_ده_چې_نړیوالې_ایټمي_موافقې_ته_وګرځي
جوادظریف زیاته کړې ، نړیواله ایټمی موافقه دمتقابلې بې اعتمادۍ په چوکاټ کې لیکل شوې ده ، پر دې اساس داسې لارې چارې اټکل شوي چې که یو لوری په موافقې عمل ونه ړي ،نو مقابل لوری هم په موافقې کې خپلې ژمنتیاوې نشي اجرا کولی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 29, 2021 12:45 Asia/Kabul
  • دا د امریکا دنده ده چې نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي

جوادظریف زیاته کړې ، نړیواله ایټمی موافقه دمتقابلې بې اعتمادۍ په چوکاټ کې لیکل شوې ده ، پر دې اساس داسې لارې چارې اټکل شوي چې که یو لوری په موافقې عمل ونه ړي ،نو مقابل لوری هم په موافقې کې خپلې ژمنتیاوې نشي اجرا کولی .

زمونږخبریال راپور  راکړ  د اسلامي ایران خارجه وزیر دترکیې له خارجه  وزیر سره له خبرواترو رووسته په ګډ خبري کنفرانس کې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دامریکا دبیرته ستنیدا په باب  د امریکا دخارجه وزیر آنتوني بلینکن پرونیو څرګندونو ته په  اشارې سره وئيلي دي ، جامعنه نړیواله ایټمي موافقه  داسې موافقه وه چې  دامریکا ، ایران او پنځو نورو هیوادونو حکومتونه سره یو ځاي شوي او  په ډیرو اوږدو مذاکراتو کې ئې درستې موضوعګانې ارزولي   او دا موافقه هم د ملګروملتو دامنیت شورا له خوا تائيد شوې ده .

 جوادظریف  زیاته کړې ، نړیواله ایټمی موافقه  دمتقابلې بې اعتمادۍ په چوکاټ کې لیکل شوې ده ، پر دې اساس  داسې لارې چارې  اټکل شوي چې  که یو لوری په موافقې عمل ونه ړي ،نو مقابل لوری هم  په  موافقې  کې خپلې ژمنتیاوې نشي اجرا کولی .

 د ایران خارجه وزیر  له نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا  وتلو ته  اشاره کړې او وئيلي  دي ،  امریکا  فیصله وکړه ،نه یوازې  له موافقې وځي ،بلکې هغه  کسان ئې چې دغې موافقې ته پابند دي ، بایکاټ کړل  او ورباندې ئې دباؤنه  واچول  چې دغه اقدام په حقیقت کې د قانون ماتونې یو څرګند مثال دی .

  هغه ددې خبرې په کولو سره، هغه اقدامات چې  ایران ترسره کړي دي ، د  امریکائي لوري د اقداماتو دجبرانولو لپاره  دموافقې په اساس وو ،روښانه کړې ده ، د ا یران اقدامات  ایټمی وسلو ته درسیدو لپاره دایران دهڅې په معنا نهدي او باؤري  یوو ،ایټمي وسلې هم زرترزره د لرونکو له خوا له مینځه یوړل شي .

 د ایران خارجه وزیر  ټينګار کړی ،هماغه وخت  چې امریکا خپلې ژمنې اجرا کړي  او ایران هم  ددغو ژمنتیاؤ باندې دعمل  ګټه وویني ، نو مونږ  هم خپلې ژمنې په بشپړ ډول اجرا کوو  او دا  د ایران داسلامی جمهوریت په تر ټولو لوړه سویه د اسلامی انقلاب معظم لارښود  له خوا اعلان شوی  دی .

جوادظریف  همداراز د تهران او انقرې  داړیکو په باب هم وئيلي دي ، اسلامی ایران او ترکیې  په سختو شرائطو کې  له یوه بل سره ښې اړیکې  درلودلي او نن سبا  دملګرتیا لپاره  ځانګړي فرصتونه نه یوازې  په سورئې کې پلکې په قفقاز سیمې کې ئې هم لرو . په ددغې سیمې کې د شپږو هیوادونو لپاره د ملګرتیا ډير ښه فرصت برابر شوی  څو  د بیارغونې ،مځکنیو لارو،  انرژۍ  اوریل پټلۍ  په زمینو کې  له یوه بل سره ملګرتیا وکړئ شو ،په نزدې وخت کې به  د ایران ،ترکې او دځينو سیمه یزو هیوادونو  دخارجه وزیرانو غوډه په تهران کې جوړه شي .