تهران له واشنګټن سره دوه اړخیزې خبرې نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95966-تهران_له_واشنګټن_سره_دوه_اړخیزې_خبرې_نه_کوي
خطیب زاده تهران ته د طالبانو ډلې د پلاوي دسفر په باب هم ددې خبرې په کولو سره چې دغه سفر په باب د افغانستان حکومت ته اطلاع ورکړل شوي ده وئيلي دي ، ایران د هغو بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي ، چې طالبان ئې هم یوه برخه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2021 11:51 Asia/Kabul
  • تهران له واشنګټن سره  دوه اړخیزې خبرې  نه کوي

خطیب زاده تهران ته د طالبانو ډلې د پلاوي دسفر په باب هم ددې خبرې په کولو سره چې دغه سفر په باب د افغانستان حکومت ته اطلاع ورکړل شوي ده وئيلي دي ، ایران د هغو بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي ، چې طالبان ئې هم یوه برخه ده .

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په خبري غونډې کې  دې ته په اشارې سره چې  ایران  د درستو بندیزونو دختمولو په باب د امریکا  د اقدام په تمه  دی ،زیاته کړې ،لازمه ده امریکا خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي  او که دغه اقدام وشي ، نود جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې  دخبرواترو امکان شته دی .

 خطیب زاده ددې خبرې په کولو سره چې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو  په چوکاټ کې د ایران د سټراژيک صبر او د ژمنتیاؤ د کمونکی بهیر، د نړیوالې ایټمي موافقې د ژوندي پاتیکیدا لامل شوی ، وئيلي دي ، دبندیزونو د ختمولو  لپاره د امریکا لومړنی اقدام ، د ۲۲۳۱پریکړه لیک د اغیزشیندونکي او بشپړ  اجرا په بڼه کې دی او  دنړیوالې ایټمي موافقې  میز ته  ئې بیرته ستنیدا ورپسې مرحلې دي .

 دا یران د خارجه وزارت ویندوي  همداراز قفقاز سیمې ته د ایران  دنظر په باب هم وئيلي دي ،  په سیمې کې دمونږ سیاست د ښه ګاونډيتوب سیاست دی  او  قفقاز  له ډير وخت راهسې  دمونږ لپاره ډیر ا همیّت لري .  خطیب زاده  تهران ته  د طالبانو ډلې د پلاوي دسفر په باب هم ددې خبرې په کولو سره چې دغه سفر  په باب د افغانستان حکومت ته اطلاع ورکړل شوي  ده وئيلي دي ،  ایران  د هغو بین الافغاني خبرواترو  ملاتړ کوي ، چې طالبان ئې هم یوه برخه ده .

 هغه همداراز  دصهیونیسټ رژيم  ددړکو اوګواښونو په باب هم وئيلي ، ایران  ګواښونه نه کوي ،البته که هر وخت لازمه شي ، نو کلک  او مناسب او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي .