تهران له واشنګټن سره دوه اړخیزې خبرې نه کوي
خطیب زاده تهران ته د طالبانو ډلې د پلاوي دسفر په باب هم ددې خبرې په کولو سره چې دغه سفر په باب د افغانستان حکومت ته اطلاع ورکړل شوي ده وئيلي دي ، ایران د هغو بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي ، چې طالبان ئې هم یوه برخه ده .
د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په خبري غونډې کې دې ته په اشارې سره چې ایران د درستو بندیزونو دختمولو په باب د امریکا د اقدام په تمه دی ،زیاته کړې ،لازمه ده امریکا خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي او که دغه اقدام وشي ، نود جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې دخبرواترو امکان شته دی .
خطیب زاده ددې خبرې په کولو سره چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په چوکاټ کې د ایران د سټراژيک صبر او د ژمنتیاؤ د کمونکی بهیر، د نړیوالې ایټمي موافقې د ژوندي پاتیکیدا لامل شوی ، وئيلي دي ، دبندیزونو د ختمولو لپاره د امریکا لومړنی اقدام ، د ۲۲۳۱پریکړه لیک د اغیزشیندونکي او بشپړ اجرا په بڼه کې دی او دنړیوالې ایټمي موافقې میز ته ئې بیرته ستنیدا ورپسې مرحلې دي .
دا یران د خارجه وزارت ویندوي همداراز قفقاز سیمې ته د ایران دنظر په باب هم وئيلي دي ، په سیمې کې دمونږ سیاست د ښه ګاونډيتوب سیاست دی او قفقاز له ډير وخت راهسې دمونږ لپاره ډیر ا همیّت لري . خطیب زاده تهران ته د طالبانو ډلې د پلاوي دسفر په باب هم ددې خبرې په کولو سره چې دغه سفر په باب د افغانستان حکومت ته اطلاع ورکړل شوي ده وئيلي دي ، ایران د هغو بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي ، چې طالبان ئې هم یوه برخه ده .
هغه همداراز دصهیونیسټ رژيم ددړکو اوګواښونو په باب هم وئيلي ، ایران ګواښونه نه کوي ،البته که هر وخت لازمه شي ، نو کلک او مناسب او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړي .