امریکا باید د خپلو ژمنو اجرا کولو ته راستنه شي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د تهران اقدامات د ایټمي موافقې مطابق وبلل او د خپلو ژمنو بشپړې اجرا ته د امریکې د ستنیدو په ضرورت یې ټینګار وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د تهران اقدامات د ایټمي موافقې مطابق وبلل او د خپلو ژمنو بشپړې اجرا ته د امریکې د ستنیدو په ضرورت یې ټینګار وکړ
محمد جواد ظریف سي، این، این چینل ته په مرکه کښې زیاته کړه: متحده ایالتونه دې ایټمي موافقې ته د خپلې ستنیدنې حالات برابر کړي ځکه چې امریکا په ایټمي موافقې کښې موجودو جرړو ته له پاملرنې پرته له هغې څخه د وتلو لپاره د خپلې فیصلې په وجه وتلې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر هم داشان وویل: له بلې خوا ایران د خپلې ملګرتیا د محدودولو لپاره د ایټمي موافقې له لارو چارو څخه کار اخلي، که ۳۶ بند یې ولولئ نو پوه به شئ چې ایران بیخي د ایټمي موافقې مطابق عمل کړی دی.
ظریف زیاته کړه، اوس پکار دي چې متحده ایالتونه یوځل بیا د خپلو ژمنو اجرا ته راستانه شي او که داسې وکړي نو ایران به هم سمدستي د هغې ځواب ته تیار شي.