د امریکا په خبرو باور نه شي کولای
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96180-د_امریکا_په_خبرو_باور_نه_شي_کولای
په یمن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د جګړې له دوام څخه د نه ملاتړ په هکله د امریکا د نوی ولسمشر خبرو ته په غبرګون کې ویلي: موږ د هغوی په خبرو زړه نه ښه کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • د امریکا په خبرو باور نه شي کولای

په یمن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د جګړې له دوام څخه د نه ملاتړ په هکله د امریکا د نوی ولسمشر خبرو ته په غبرګون کې ویلي: موږ د هغوی په خبرو زړه نه ښه کوو.

په یمن کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن ایرلو په خپل ټوییټر کې ولیکل: د امریکا د نوي ادارې سیاست به د مخکنې ادارې سره بېل وي، په یمن کې د سیاسي او فوځي شتون تپل د نوې ادارې سیاست دی، لکه څرنګه چي په عراق او سوریه کې د امریکا له خوا پیښه شوې.

هغه زیاته کړه: باید په خدای او د یمن په ولس باندې هیله ولرو چي تاریخي زغم او مقاومت درلود، دغه مقاومت به تر بشپړه بریالیتوب پوري دوام پیدا کړي.

په صنعا کې د ایران سفیر تر هغه وروسته دغه وېناوې کړي چي د امریکا نوی ولسمشر په یمن کې د جګړو له دوام څخه د واشنګټن د نه ملاتړ په هکله خبر ورکړ.

د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوان د یمن په وړاندې د امریکا د سیاست په اړه وویل: د امریکا ولسمشر په نظر کې لري چي پر یمن باندې له یرغلیزو اپرېشنونو څخه د واشنګټن د نه ملاتړ اعلان وکړي، بایډن تر دې مخکي په خپلو ټاکنیزو کمپینونو کې هم ویلي وه چي د یمن جګړې ته به د پای ټکی کښېږدوي.