محمد جواد ظريف:
برجام حتمي شوے، بيا خبرې اترې نه کوو
د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې د برجام ايټمي موافقې په اړه بيا خبرې نه کووو وويلښ: برجام د نورو موضوعاتو په اړه دايران د اسلامي جمهوريت نه موافقې ته په پام سره حتمي شوے او په دې باره کښې به بيا خبرې اترې ونه کړوو.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف بېګا د ايران د ټيلي ويژن د دويم خبري چېنل د خاصو خبرو اترو په پروګرام کښې د بهرني سياست د څانګې وروستي بدلونونه بيان کړل.
هغه برجام ايټمي موافقې ته د امريکې د ستنېدو په باره کښې وويل: د ټرمپ رژيم بې له څه دليله او په څو مراحلو کښې له برجامه ووتۀ او د هغه خلاف ورزي يې وکړه او د اروپائي اتحاديې د غړيو په شمول نور هېوادونه يې د هغۀ خلاف ورزۍ ته مجبور کړل.
د ايران خارجه وزير دې ته په اشارې سره چې د بائيډن حکومت دا فېصله نه شي کولې چې د برجام په اړه څه وکړي واضحه کړه، بائيډن کلي او بې بنياده او بې اساسه خبرې کوي او اوس هم فرصت لري چې دغه تناقض وينې چې د خپلو ترمېنځ لري اصلاح کړي.
ظريف د دې په بيانولو سره چې د بائيډن حکومت د يو بدنام کس وارث دے تاکيد وکړ، امريکنيان پس يا زر مجبور دي چې برجام ايټمي موافقې ته راوګرځي.جواد ظريف دې ته په اشارې سره چې امريکه له برجامه ووته او اروپايانو يې هم خلاف ورزي وکړه زياته کړه، اروپا د ايران د خلقو پوروړې ده.محمد جواد ظريف په دوام کښې وويل، د برجام په موضوعاتو کښې هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمايل، هغه څوک چې پورغوښتونکے دے ايران دے.