د صهیونیسټانو وروستیو ګواښونو ته د ایران ددفاع وزیر معنا دار ځواب
د شهید جنرال قاسم سلیماني په پيښه کې هیچا دا فکر نه کاوۀ چې یو هیواد په مستقیم ډول د امریکا پوځي مرکز په نښه کړي . خو د ایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د امریکائي تریګر پوځ د جنایتکار او ترهه ګر اقدام په ځواب کې د ۲۰۲۰کال دجنورۍ په اتمه نیټه په لسګونو توغندیو سره دعراق په الانبار ولایت کې د امریکا عین الاسد پوځي او ستر مرکز په نښه کړ.
د ایران په ګواښلو کې د اسرائيلو چغې پورته شوي دي ، خو په عمل کې ددغه شان کار او اقدام هیڅ جراءت او توان نه لري .
د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار امیر حاتمي پرون د قزوین ولایت د اداري شورا دغونډې په څنډې کې د خبریالانو په ټول کې وئيلي دي ، اسرائيل د هغه حیوان په شان دي ، چې ستره خوله لري ، چغې وهي ، او ګواښ کوي ،خو جوثه او توان نه لري او دایران په ضد دخپلو ګواښونو دعملی کولو قدرت هم نه لري .
تاؤتریخوالی او جنګ غواړی خوي داسرائيلو دپوځ مرکزي قومانده جوړوي او د ګالوپ په څير دلویدیځي موسیسو د احصایو په اساس،د دنیا ترټولو ستره بودجه له امریکا او یو ډول له پرمختللو وسلو سره اسرائيلو سره اړه لري. خو مهمه پوښتنه دا ده چې ولې امریکا او اسرائيل،په دغو کلونو کې په ایران د حملې جراءت او توان نه دی درلودلی ؟
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د ایران د درستو قواؤ سترقوماندان حضرت آيت ا...العظمي سید علی خامنه اي د ۱۳۵۷لمریزکال د سلواغې په نولسمې نیټې له حضرت امام خمیني سره د پيلوټانو دتاریخي بیعت په کلیزې په مناسبت د پوځ دهوائي ځواک او هوافضا دفاعي غونډ له قوماندانانو سره دتیرې یکشنبې دورځې په کتنې کې، دخپلې وینا په یوې برخې کې په سیمې کې له امریکا سره د اړونده رژيمونو په تیره بیا د وحشي صهیونیسټي رژيم د لالهاندۍاو سربدالۍعلت،په داخلی او نړیوال چاپيریال کې د امریکا د ځوړتیا په واقعیّت سټریس او ویره بللې .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د امریکا او ا روپا هائ هوئ د لازیات دباؤ د اعمالولو لپاره د دوي متحد کیدا ، له مخکې د ماته خوړلو سیاستونو تکرار وبالۀ چې په دې مرحلې کې هم ددغې ناکامۍ لازیات اړخونه ښکاره شوي دي .
د ایران په ضد دصهیونیسټي رژيم د چارولاکو ګواښونه هم په همدې چوکاټ کې د ارزونې وړ دي .
د ایران داسلامی جمهوریت وسلوال پوځ له ګواښونو سره په مخامخیدا کې ښودلې ده د دفاعي او لازمو ځواب وینو له قدرته برخمن دی . هماغه ډول چې د ایران دفاع وزیر وئیلي دي ، د شهید جنرال قاسم سلیماني په پيښه کې هیچا دا فکر نه کاوۀ چې یو هیواد په مستقیم ډول د امریکا پوځي مرکز په نښه کړي . خو د ایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د امریکائي تریګر پوځ د جنایتکار او ترهه ګر اقدام په ځواب کې د ۲۰۲۰کال دجنورۍ په اتمه نیټه په لسګونو توغندیو سره دعراق په الانبار ولایت کې د امریکا عین الاسد پوځي او ستر مرکز په نښه کړ.
د ایران داسلامی جمهوریت دفاعي قدرت اوس په هغه سویه کې دی چې اوسنی دوښمن له ایران سره د پوځي ډغرې جراءت نه لري او یوازې دخولې شخړې جوړوي اودهیڅ ډول عملي اقدام وس نه لري .
په لنډ وخت کې په هیواد کې د سمندري،مځکنیو،هوائي،او هوافضا سره اړونده د لسو سترو مانورو ترسره کیدا،د هیواد د وسلوال ځواک د لازیات او لوړ چمتووالي ښودنه کوي.نو ځکه دایران دښمنان مجبوره دي،پخپلو محاسباتو کې د ایران دپوځي قدرت واقعیّت په نظر کې ونیسي،که داسې نه وي،او کومه تیروتنه وکړي،نو د دوي لپاره به ډير زیات لګښت ولري .
د ایران په ضد د اسرائيلو ګواښونه هم له همدې نظره دوه اړخونه لري .یو اړخ ئې د صهیونیسټانو د پروپيګنډو سترښودل اوفضاجوړول دي ، چې کومه نوي موضوع نه ده،او بل اړخ ئې په سیمې کې د امریکا دپوځي قدرت ځوړتیا او په سیمې کې د قدرت د انډولونو په بدلیدو ، ددوي ویره او بې وسي او استیصال له پلوه لالهانده غبرګونونه دي . ددغو دوو مولفو ترڅنګ ، یو بل واقعیت ، د ایران داسلامی جمهوریت نه انکاریدونکی قدرت او ګواښونو ته غاښ ماتونکی ځواب دی .