امریکا او صهیونیسټي رژيم سټراټژيک بندون ته رسیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96306-امریکا_او_صهیونیسټي_رژيم_سټراټژيک_بندون_ته_رسیدلي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود وجود او د اسلامی ایران ځير او هوښیار ولس په ډګر کې شتون،د ایران له ملت او اسلامی انقلاب سره په مخامخیدا کې د امریکا،صهیونیسټ رژيم او د سیمې د بې شرمو او خبیثو مرتجعو رژيمونو د سیمه ایزو سټراټژیو او موخو زیاتره ناکامۍ په ځان پسې درلودلي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 12:16 Asia/Kabul
  • امریکا  او صهیونیسټي رژيم سټراټژيک بندون ته رسیدلي

د اسلامی انقلاب معظم لارښود وجود او د اسلامی ایران ځير او هوښیار ولس په ډګر کې شتون،د ایران له ملت او اسلامی انقلاب سره په مخامخیدا کې د امریکا،صهیونیسټ رژيم او د سیمې د بې شرمو او خبیثو مرتجعو رژيمونو د سیمه ایزو سټراټژیو او موخو زیاتره ناکامۍ په ځان پسې درلودلي دي .

زمونږخبریال راپور راکړی ، د ایران د اسلامی جمهوریت  دپوځ  لوي درستیز سردار تورن جنرال محمد باقري د اسلامي انقلاب ددوه څلویښتمې  کلیزې په مناسبت  پخپل پیغام کې  وئیلي دي،د ایران داسلامی انقلاب په تیرو ۴۲کلونو کې د امریکا د ترهه ګر او کرکیجن  رژيم په  مشرۍ د استکبار  او  سلطې د نظام له دښمنیو سره سره،دایران اسلامی جمهوریت د خپل تمدن جوړونکو او لوړو آئيډیاؤ په لور د کلک مقاومت او تل پاتې کیدا  په لور پرمخ ځي .

سردار باقري  زیاته کړي،د اسلامی انقلاب معظم لارښود وجود او  د اسلامی ایران ځير او هوښیار ولس په ډګر کې شتون،د ایران له ملت او اسلامی انقلاب  سره په مخامخیدا کې د امریکا،صهیونیسټ رژيم  او د سیمې  د بې شرمو او خبیثو مرتجعو رژيمونو د سیمه ایزو سټراټژیو  او موخو زیاتره ناکامۍ په ځان پسې درلودلي دي .

 دایران دپوځ لوي درستیز  وئیلي دي ، امریکا ئي او لویدیځي  تمدن  په ځوړتیا دی ا و  لاس ئې د دنیا  له قدرته او خوشالیو  وینځلی  او د ایران له اسلامی نظام او انقلاب او دد دوي له تل پاتې منطق سره سټراټژيک بندون ته رسیدلی دی . د ایران پوځ د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا دښمنانو له هرډول ګواښونو اوتیریو سره  دمتقابل ،پریکنده او پښمانه کونکي چلند ته تیار دی .