امریکا او صهیونیسټي رژيم سټراټژيک بندون ته رسیدلي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود وجود او د اسلامی ایران ځير او هوښیار ولس په ډګر کې شتون،د ایران له ملت او اسلامی انقلاب سره په مخامخیدا کې د امریکا،صهیونیسټ رژيم او د سیمې د بې شرمو او خبیثو مرتجعو رژيمونو د سیمه ایزو سټراټژیو او موخو زیاتره ناکامۍ په ځان پسې درلودلي دي .
زمونږخبریال راپور راکړی ، د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار تورن جنرال محمد باقري د اسلامي انقلاب ددوه څلویښتمې کلیزې په مناسبت پخپل پیغام کې وئیلي دي،د ایران داسلامی انقلاب په تیرو ۴۲کلونو کې د امریکا د ترهه ګر او کرکیجن رژيم په مشرۍ د استکبار او سلطې د نظام له دښمنیو سره سره،دایران اسلامی جمهوریت د خپل تمدن جوړونکو او لوړو آئيډیاؤ په لور د کلک مقاومت او تل پاتې کیدا په لور پرمخ ځي .
سردار باقري زیاته کړي،د اسلامی انقلاب معظم لارښود وجود او د اسلامی ایران ځير او هوښیار ولس په ډګر کې شتون،د ایران له ملت او اسلامی انقلاب سره په مخامخیدا کې د امریکا،صهیونیسټ رژيم او د سیمې د بې شرمو او خبیثو مرتجعو رژيمونو د سیمه ایزو سټراټژیو او موخو زیاتره ناکامۍ په ځان پسې درلودلي دي .
دایران دپوځ لوي درستیز وئیلي دي ، امریکا ئي او لویدیځي تمدن په ځوړتیا دی ا و لاس ئې د دنیا له قدرته او خوشالیو وینځلی او د ایران له اسلامی نظام او انقلاب او دد دوي له تل پاتې منطق سره سټراټژيک بندون ته رسیدلی دی . د ایران پوځ د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا دښمنانو له هرډول ګواښونو اوتیریو سره دمتقابل ،پریکنده او پښمانه کونکي چلند ته تیار دی .