په سرحدونوکې دې دپروټوکولونو زیات خیال وساتل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96454-په_سرحدونوکې_دې_دپروټوکولونو_زیات_خیال_وساتل_شي
باید درست ددغې مرګوني ناروغۍ دڅلورمې مرحلې دمخنیوي لپاره لاس په لاس کې ورکړو او اجازت ورنکړو چې ددغې ناروغۍ احتمالات د خلکو سلامتیا او معیشت ته تاوان ورسیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2021 11:04 Asia/Kabul
  • په سرحدونوکې دې دپروټوکولونو زیات خیال وساتل شي

باید درست ددغې مرګوني ناروغۍ دڅلورمې مرحلې دمخنیوي لپاره لاس په لاس کې ورکړو او اجازت ورنکړو چې ددغې ناروغۍ احتمالات د خلکو سلامتیا او معیشت ته تاوان ورسیږي .

 د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن له کروناویروس سره دمقابلې د کمیټې په غونډې کې د درستو روغتیائي پروټوکولونو  رعایتول له کرونايي ناروغۍ څخه دتیریدا مرحلې ته درسیدا یوازینۍ لاره وبلله او  له دې سره ئې په یووخت له ا ړونده مسئولانو وغوښتل هیوادته دې د منتقلیدونکو  وایروسونو د واریدیدو مخه  ونیسي او په سرحدونوکې د روغتیائي پروټوکولونو  جدي اجرا په نظر کې ونیسي .

ډاکټر روحاني زیاته کړې،د مسافرانو دفرنطینه شونې او ټسټونو مرحلې دې د ښودل شوو پروټوکولونو په چوکاټ کې په حساسیّت سره رعایت شي .

  د اسلامی ایران  ولسمشر همداراز پرخوریدونکو ویروسو دککړو کسانو وارمخکې پيژندګلوي ضروري بللې او وئيلي ئې دي،باید درست ددغې مرګوني ناروغۍ دڅلورمې مرحلې د مخنیوي لپاره لاس په لاس کې ورکړو او  اجازت ورنکړو چې ددغې  ناروغۍ احتمالات  د خلکو سلامتیا او معیشت  ته تاوان ورسیږي .