پر ایران د زیاتره دباؤ سیاست هیڅ نتیجه نه ده ورکړې
له بل پلوه د سپينې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جیک سالیون د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو هیوادونو په غونډې کې د ګډون لپاره د اروپائي اتحادئې د بلنې دمنلو لپاره دامریکا فیصلې ته په اشارې سره وئيلي دي جوزف بایډن له مونږه غوښتني دي څو له ایران سره د خبرواترو دپیلیدا لپاره دې د اروپا له بلنې سره موافقه وکړي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ،د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلینکن دزیاتره دباؤ سیاست ته په اشارې سره وېئلي دي ، مونږ په وروستیو کلونو کې د ایران په ضد د زیاتره دباؤ سیاست اجرا کړی دی ، خو نه یوازې بې نتیجې ؤ ، بلکې مشکلات ئې نوره هم زیات کړي دي ،ځکه چې ایران اوس د څيرونکو موادو تولید او د کافي سونګو تولید ته نزدې شوی دی ..
هغه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن په غیر رسمي غونډې کې د ګډون لپاره د اروپائي اتحادئې دبلنې په ترلاسه کولو په ټينګار سره وئيلي دي ، ټاکل شوې ده ، درې اورپائي هیوادونه سره د چین او روسیې او همداراز ایران پکې شتون ولري او مونږ هم نیّت لرو په دغې غونډې کې شتون ولرو .
آنتوني بلینکن په دوام کې روښانه کړې ده ، واشنګټن به له خپلو متحدانو سره ملګرتیا وکړي څو د تهران د سیمه ایز نفوذ او د هم د ایران دتوغندوي دفاعي پروګرام د پرمختګ خنډ شي .
له بل پلوه د سپينې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جیک سالیون د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو هیوادونو په غونډې کې د ګډون لپاره د اروپائي اتحادئې د بلنې دمنلو لپاره دامریکا فیصلې ته په اشارې سره وئيلي دي جوزف بایډن له مونږه غوښتني دي څو له ایران سره د خبرواترو دپیلیدا لپاره دې د اروپا له بلنې سره موافقه وکړي .
پر دې سربیره ، د سپينې ماڼۍ ویندوئې جن ساکي هم وئيلي دي آمریکاد نړیوالې ایټمي موافقې په باب له ایران سره په خبرو اترو کې دمینځګړیتوب لپاره د اروپا وړاندیز منلی دی .