دIAEAله مشر سره به په ډیرو مهمو موضوعګانو بحث وشي
علی اکبر صالحي وئيلي دي ، له بده مرغه په نړیوالو رسندویو کې د آژانس دپټو اطلاعاتو لیک کیدا، یو ناخوښ بهیر دی چې له تیرو کلونو راهسې هماغه راز دوام لري او په دې باب د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو آژآنس ته خپل کتبی او شفاهي اعتراضونه وړاندې کړي دي ..
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د پټو اطلاعاتو په لیک کیدا باندې په سختو نیوکو سره وئيلي دي ، دآژانس له مشر رافایل ګروسي سره په ناستو کې به د سیف ګارډز او د دوواړخیزو ملګرتیاؤ په چوکاټ کې کوټلي او مهمې خبرې او بحثونه وکړي .
علی اکبر صالحي تهران ته د رافایل ګروسي د کیدونکي سفر دموخې او په ایران کې په دووسیمو کې د یورانیمو د ذرو د ککړتیا دلیدو په باب د روئيټرز د خپاره شوي خبر په باب چې تهران ته د ګروسي دسفر په درشل کې خپور شوی دی ، زیاته کړې ، د خپلې خوښې د الحاقي پروټوکول د څارنو ددریدا په باب د پارلیمان د تصویب شوي قانون دشپږمې مادې داجراپه باب او همداراز آژانس ته په دې اړه د لیک دوړاندې کولو په اړه د مونږ له فیصلې وروسته ،د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافایل ګروسي ،ایران ته د سملاسي سفر او له دوي سره ئې د لیدوکاتو غوښتنه مطرح کړه .
هغه زیاته کړې دایران دایټمي انرژۍ ادارې دخپلوتعاملاتو په نظر کې په نیولو سره له دغه سفر سره موافقه کړې ده .
علی اکبر صالحي وئيلي دي ، له بده مرغه په نړیوالو رسندویو کې د آژانس دپټو اطلاعاتو لیک کیدا، یو ناخوښ بهیر دی چې له تیرو کلونو راهسې هماغه راز دوام لري او په دې باب د ایران اسلامی جمهوریت په کرتو آژآنس ته خپل کتبی او شفاهي اعتراضونه وړاندې کړي دي .. په همداوروستیو کې هم په ویانا کې په دیره نړیوالو اورګانونو کې د ایران دایمي سفیر او استازي کاظم غریب آبادي د سیاسی او حقوقي ملاحظاتو په اساس دغه موضوع په یوه رسمي یاددښت کې په جزیاتو سره آژانس ته وړاندې کړې ده .