په داخلي توانمنیودتکیې سټراټژۍ ددښمنانو پلانونه ناکام کړي
د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده،د داخلي متخصصانو په لاس ددرندو او سپکو پوځي تجهیزاتو تیارول او رغول ، د وسلوال ځوا ک ددفاعي توان دلوړتیا لپاره یوه ډاډمنه او کم لګښتي لاره ده ، یوه داسې روده چې د ایران داسلامی جمهوریت په دفاعي نظرئې کې هم ورته ډير اهمیّت ورکړل شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړی، داسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي نن دایران پوځ ته د تیار شوو چورلکو او الوتکو دسپارلو په دستورو کې د دفاع و زارت د هوائي صنائعو د ځوانو متخصصانو په لاس د اوورهال شوو لسګونو انجنونو په باب وئيلي دي ،په دغو انجنونو کې ، ډول ډول ټَربو جیټ ،ټَربو بوفن او ټَربو شفت شامل دي ، چې په پوځي الوتکو او چورلکو کې ورځیني استفاده کیږي.د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده،د داخلي متخصصانو په لاس ددرندو او سپکو پوځي تجهیزاتو تیارول او رغول،د وسلوال ځوا ک ددفاعي توان دلوړتیا لپاره یوه ډاډمنه او کم لګښتي لاره ده ، یوه داسې روده چې د ایران داسلامی جمهوریت په دفاعي نظرئې کې هم ورته ډير اهمیّت ورکړل شوی دی .
همداراز ایران پریس خبری آژانس هم راپور ورکړی ،د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ دمځکني ځواک قوماندان سردارعزیز نصیرزاده هم نن د ډول ډول پوځي چورلکو او درندو ټرانسپورټي الوتکو د سپارلو د دستورو ترڅنګ دخبریالانو په ټول کې وئيلي دي ،د ایران هوائي صنائع یوځير،فعال،نوښتګر او په ځان بسیه صنعت دی،چې دعملیاتي برخو لپاره بشپړډاډمن او تکیه کونکی دی.
دایران د پوځ دمځکني ځوا ک قوماندان،دایران سیاسیت فعال مقاومت بللی او وئيلي ئې دي ،فعال مقاومت ،یعني پرمختګ او بشپړول چې دا موضوع د ایران په دفاعي صنائعو کې د لیدو وړ ده .