د سعودي په تېری ګر ائتلاف باندې وسلې دي خرڅي نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97116-د_سعودي_په_تېری_ګر_ائتلاف_باندې_وسلې_دي_خرڅي_نه_شي
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل: هغه لوري دي چي د جګړې د بندولو خبرې کوي باید د سعودي په تیری ګر ائتلاف باندې د وسلو له خرڅولو څخه لاس واخلي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2021 10:05 Asia/Kabul
  • د سعودي په تېری ګر ائتلاف باندې وسلې دي خرڅي نه شي

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی وویل: هغه لوري دي چي د جګړې د بندولو خبرې کوي باید د سعودي په تیری ګر ائتلاف باندې د وسلو له خرڅولو څخه لاس واخلي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی اسماعیل بقایی هامانه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا په ناسته کې دې ته په اشارې سره چي باید په یمن کې ناسمو بشري حالاتو ته پاملرنه وشي، وویل:

د یمن د ولس په وړاندې له زور او زیاتی څخه کار اخیستل د ملګرو ملتونو له منشور څخه ښکاره خلافورزي ده.

هغه د یمن بشري کړکېچ سره د ځینو هیوادونو مالي مرستې ته په اشارې سره وویل: د دغه بشري ناوړین په رامینځ ته کوونکو باندې د سرپوښ د ایښولو لپاره دي له دغو مرستو څخه اوزاري استفاده نه وشي.

هامانه زیاته کړه چي ایران د یمن د کړکیچ او د جګړې د ختمولو په لړ کې د ملګرو ملتونو سره پوره همکاري کوي او له ښکېلو لورو سره به سلامشورو ته دوام ورکړي.