ظریف:
د امریکې حکومت د ټرمپ ماته خوړلې سیاست تعقیبوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کښې لیکلي چې د امریکې اوسنې حکومت هم د دغه هیواد د تیر ولسمشر ماته خوړلي سیاست ته دوام ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کښې لیکلي چې د امریکې اوسنې حکومت هم د دغه هیواد د تیر ولسمشر ماته خوړلي سیاست ته دوام ورکوي.
محمد جواد ظریف پرون لیکلي دي: په جنوبي کوریا کښې د ایران د بلاک شویو پيسو د انتقال مخنیوي وښودله چې د امریکې حکومت، د دغه هیواد د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم هغه ماته خوړلې سیاست تعقیبوي.
ظریف په سویلي کوریا کښې د ایران د بلاک شویو اموالو په هکله د امریکې د خارجه وزیر انتوني بلینکن په څرګندونو باندې په نیوکې سره لیکلي دي: د امریکې حکومت ادعا کوي چې د (زیات نه زیات دباؤ) له ماته خوړلي سیاسته نه بلکې د ډیپلماسۍ ملاتړ کوي خو سره له دې بلینکن ویاړي چې له جنوبي کوریا څخه سوئیس کانال ته د ایران د پیسو د انتقال مخه یې نیولې ده او دا هغه کانال دی چې یوازې د خوراکي او درملیزو موادو لپاره دی.
د ایران خارجه وزیر ټینګار کړی چې د دباؤ د دغه پخواني سیاست تکرار به هیڅ نوې پایلې ونه لري او یوازنۍ لاره ژمنتیا او اقدام دی.