د ایران په ضد د زیاتره دباؤ په ناکامۍ اعتراف
دغه په ځنډ سره اعتراف ښئ ، چې د ایران به ضد دامریکا د بندیزونو ددباؤ داغیزشیندنې په باب د مایک پمپئو مخکینۍ ادعاګانې پوچې او چټي وې.
د امریکا د وخت کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ ،د زیاتره دباؤ د سیاست په چوکاټ کې د ۲۰۱۸کال په مئ کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه له وتلو وروسته د ایران په ضد د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو بې مخینې بندیزونه اجرا کړل .د ټرمپ د حکومت موخه،د واشنګټن غوښتنو منلو ته د اتهران مجبورول ؤ،په عین حال کې د ایران په وړاندې د ډونالډټرمپ دحکومت سیاست له بشپړماتې سره مخامخ شوی دی .
دا یوه داسې موضوع ده چې اوس د ټرمپ د حکومت تر ټولو سرزوری غړي یعني د امریکا د وخت خارجه وزیر مایک پمپئو چې د ایران په ضد ئې د ټرمپ په پړاؤ کې د امریکا د غلیمانه اقداماتو او دباؤنو په زیاتولو کې اساسی رول درلودلی ، اوس ئې پرې اعتراف کړ ی دی . پمپئو پرون په یولړ څرګندونو کې منلې ده ، ددغه هیواد مخکیني حکومت ، شاتګ او د خبرواترو د میز په سر کیښناولو ته د ایران په مجبورولوکې بې وسه ؤ . مایک پمپئو وئيلي دي، تسلیمولو ته دایران د مجبورولو او هغې موافقې ته د دوي د ستنولو په زمینې کې چې ایټمي وسلو ته د رسیدا خنډ ئې شي ، هغه ټول څه چې هیله مند وو ،ترلاسه ئې کړو ، ترلاسه نه شول ، البته ډير پرمختګ مو درلودلی .
دغه په ځنډ سره اعتراف ښئ ، چې د ایران به ضد دامریکا د بندیزونو ددباؤ داغیزشیندنې په باب د مایک پمپئو مخکینۍ ادعاګانې پوچې او چټي وې.
ډونالډټرمپ او مایک پمپئو ژمنه کړې وه چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د امریکا په وتلو سره ،ایران به دهغه څه په سر چې ؛لاښه موافقه ئې بللې ، دخبرواترو اترو میز ته وکاږي،خو د ایران په ضد دامریکا دزیاتره دباؤ سیاست چې کابو له دوه نیمو کلونو زیات په ټول توان سره ئې دوام درلود، له ماتې سره مخ شو او د واشنګټن دخوښې وړ موخې ئې تامین نه کړې . همدغه موضوع لامل شوي څو د ټرمپ د واکوالۍ د کال په آخر کې،پر هغه د نیوکو څپې لاپسې زیاتې شوې . نیوکه کونکو ، ټرمپ د ایران په وړاندې د سټراټژۍ په نه درلودلو ، په سیمې کې د تاؤتریخوالو په بې مورده زیاتولو او له خپلو متحدانو څخه د امریکا دلارې په جلاکولو تورن کړ.. د ایران په وړاندې د ټرمپ دسیاست ناکامي، نه یوازې د امریکا د بهرنیو سیالانو او شریکانو له خوا ،بلکې په کرتو د امریکائي چارواکو او داخلي شناندو له خوا هم مطرح شوه .
د امریکا د سیاسی چارو یو کارپوه پل پیلّر وائي،داسې ډيرې نښې نښانې شته چې څارونکي دغه یقین ته رسوي،چې د ایران د تسلیمولو په خاطر د دباؤ د زیاتولو لپاره دټرمپ دحکومت اقدامات،ناکام شوي دي،کله حتی هغه کسان،چې ددغې سټراژۍ پلویان دي،په دغې ماتې اعتراف کوي .
دا چاره د امریکا د اوسني ولسمشرجوبایډن او د هغه دحکومت لپاره لوي درس کیدلی شي،څو د ټرمپ د حکومت د ناکامې تجروبې له تکراریدا د عبرت درس واخلي.جوبایډن د ولسمشرۍ ماڼۍ ته له رسیدا مخکې مدعي شوی ؤ چې که سپينې ماڼۍ ته ورسیږي،نو د ایران په وړاندې به د ټرمپ سیاست څنګةکړي او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته به بیرته ستون شي . په عین حال کې په سپينې ماڼۍ کې د بایډن ددیره کیدا له کابو دوو میاشتو وروسته،بیا هم د ایران په وړاندې د جوبایډن دحکومت سیاست،هماغه د ټرمپ سیاست دی او واشنګټن هماغه شان د بندیزي اقداماتو پر دوام ټينګار کوي او حتی دایران په ضدئې لومړنی بندیز هم څو ورځې مخکې اعلان کړی دی .
د امریکا دسیاسی چارو د یوۀ کارپوه اوشناندي کیټلین جان سټن په ونیا ، جوزف بایډن په عملی توګه د ایران په وړاندې د ټرمپ سیاست ته دوام ورکوي .
په مسلمه توګه ددغه کړچار پرمخ بیولل،به له ناکامۍ او د امریکا لپاره له پاتې راتلو پرته بله هیڅ نتیجه ونه لري . ددې په ترڅ کې چې ایران د زیاتره مقاومت دسیاست په چوکاټ کې ،توانیدلی دی ، د امریکاد بندیزونو له امله پر ډيرو سختیانو برلاسه شي . په دې توګه د زیاتره دباؤ دسیاست دوام ، د بندیزونو دختمولو په زمینې کې د امریکا له خوا له کوم اقدام پرته ، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس د ژمنو اجرا ته دبیرته ستنیدا پشمول د واشنګټن د غیر منطقي غوښتنو منلو ته نشي مجبورولی .