IAEA دې بې پلوه اوپه تخینکي چوکاټ کې خبرې کوي
خطیب زاده د عراق د کردستان سیمې دمرکز اربیل ښار په هوائي ډګر په روستیو حملو کې دایران د لاس درلودلو دتورونو په باب هم وئيلي دي ، دغه اقدامات ډير شکمن دي او د عراق له حکومته غواړو ، ددغو حملو عاملین او آمرین دې معرفي کړي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، داسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن به خبري کنفرانس کې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د عمومی مدیررافایل ګروسي د وروستیو څرګندونو په باب وئيلي دي ،دایران بر ایټمی فعالیتونو د څارنې موضوع تخنیکي موضوع ده او ایران د سیف ګارډز په چوکاټ کې لازمې لاس رسئ برابرې کړي دي .
خطیب زاده همداراز د هرمز تنګي د لارې د اهمیّت د کمولو په موخې سره د عربستان ،اسرائيلو او اماراتو د ریلي کریډور د جوړولو د احتمال په باب هم ووئيل دقدس نیواکګر رژيم ممکنه ده وغواړي ، له هر فرصته ناوړه استفاده وکړي ،خو دغه رژيم د ځوړتیا او زوال په حالت کې دی .
هغه همداراز په سیمې کې دتاؤتریخوالو دزیاتیدا په باب هم وئيلي دي ، د قدس نیواکګر رژيم تل د دسیسې او ترور لیسټ په ایجنډا کې لري .