IAEA دې بې پلوه اوپه تخینکي چوکاټ کې خبرې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97664-iaea_دې_بې_پلوه_اوپه_تخینکي_چوکاټ_کې_خبرې_کوي
خطیب زاده د عراق د کردستان سیمې دمرکز اربیل ښار په هوائي ډګر په روستیو حملو کې دایران د لاس درلودلو دتورونو په باب هم وئيلي دي ، دغه اقدامات ډير شکمن دي او د عراق له حکومته غواړو ، ددغو حملو عاملین او آمرین دې معرفي کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2021 12:18 Asia/Kabul
  • IAEA دې بې پلوه اوپه تخینکي چوکاټ کې خبرې کوي

خطیب زاده د عراق د کردستان سیمې دمرکز اربیل ښار په هوائي ډګر په روستیو حملو کې دایران د لاس درلودلو دتورونو په باب هم وئيلي دي ، دغه اقدامات ډير شکمن دي او د عراق له حکومته غواړو ، ددغو حملو عاملین او آمرین دې معرفي کړي .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، داسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن به خبري کنفرانس کې  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د عمومی مدیررافایل ګروسي د وروستیو څرګندونو په باب  وئيلي  دي ،دایران بر ایټمی فعالیتونو د څارنې موضوع  تخنیکي موضوع ده او  ایران د سیف ګارډز  په چوکاټ کې لازمې لاس رسئ برابرې کړي دي .

 خطیب زاده  همداراز د هرمز تنګي د لارې د اهمیّت د کمولو په موخې سره د عربستان ،اسرائيلو او اماراتو د ریلي کریډور د جوړولو د احتمال په باب  هم ووئيل   دقدس نیواکګر رژيم  ممکنه ده وغواړي ، له هر فرصته  ناوړه استفاده وکړي ،خو دغه رژيم د ځوړتیا او زوال په حالت کې دی .

 هغه  همداراز په سیمې کې دتاؤتریخوالو دزیاتیدا په باب هم وئيلي دي ، د قدس نیواکګر رژيم تل د دسیسې  او ترور لیسټ په ایجنډا کې لري .