په ایران کې نور سل کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97670-په_ایران_کې_نور_سل_کسان_د_کرونائي_ویروس_قرباني_شول
په تیر شواروز کې په درست هیواد کې نور اوه زره نهه سوه اتیا کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي کابو نهه سوه درې شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي او په ټول کې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم یو میلیون اوه لکه پنځه پنځوس زره تنو ته رسیدلی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 15, 2021 16:21 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور سل کسان د کرونائي  ویروس قرباني شول

په تیر شواروز کې په درست هیواد کې نور اوه زره نهه سوه اتیا کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي کابو نهه سوه درې شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي او په ټول کې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر هم یو میلیون اوه لکه پنځه پنځوس زره تنو ته رسیدلی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن په تهران کې په درست هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره وئیلي دي ، په تیر شواروز کې له بده مرغه په کرونائي ویروس ککړو نورو سلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ، چې  له دوي سره  تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیریو شپیته زره درې سوه دیرشو تنو ته زیات شوی دی .

میرمن سیماسادات دغه راز  ددې خبرې په کولو سره  چې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په تیر شواروز کې  په درست هیواد کې نور  اوه زره نهه سوه اتیا کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې له دوي  کابو نهه سوه درې شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او په ټول کې په ایران کې   په کرونا دککړو کسانو شمیر هم  یو میلیون اوه لکه پنځه پنځوس زره تنو ته رسیدلی  دی  .

Image Caption