ایران اعتقاد لری درستې ایټمي وسلې باید ختم شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97724-ایران_اعتقاد_لری_درستې_ایټمي_وسلې_باید_ختم_شي
جواد ظریف پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي انګریز لومړي وزیر جانسن په هماغه ورځ په بشپړ دوه مخي سیاست سره چې اعلان کوي هیواد به ئې خپلو ایټمي وسلو سلاکوټونه زیات کړي ، دایران په وسیله د ایټمي وسلو په جوړولو خپله اندیښنه څرګندوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 17, 2021 03:51 Asia/Kabul
  • ایران اعتقاد لری درستې ایټمي وسلې باید ختم شي

جواد ظریف پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي انګریز لومړي وزیر جانسن په هماغه ورځ په بشپړ دوه مخي سیاست سره چې اعلان کوي هیواد به ئې خپلو ایټمي وسلو سلاکوټونه زیات کړي ، دایران په وسیله د ایټمي وسلو په جوړولو خپله اندیښنه څرګندوي .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا  د ایران  په سوله ایز ایټمي پروګرام باندې د انګریز لومړي وزیر  بوریس جانسن داندیښنې څرګندونو په غبرګون کې  روښانه کړې ده ، اسلامی ایران  دلندن  او دهغو دمتحدانو  په اپوټه  باؤري دی چې  درستې ایټمي  اوډل وژونکي وسلې  باید تباه شي .

 جواد ظریف پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي  انګریز لومړي وزیر جانسن  په  هماغه ورځ  په بشپړ دوه مخي  سیاست  سره  چې   اعلان کوي هیواد به ئې  خپلو ایټمي  وسلو  سلاکوټونه  زیات کړي ، دایران په وسیله   د ایټمي وسلو  په جوړولو خپله اندیښنه  څرګندوي .

  جواد ظریف  وئيلي دي ، دانګلستان او دهغو دمتحدانو په اپوټه  ا یران باؤري دی چې  ایټمي وسلې او درستې  وحشي ډوله ډل وژونکي وسلې  دې په بشپړ ډول تباه شي .

د لندن حکومت پرون اعلان کړی چې خپلې ایټمي  وسلې  اوسلاکوټونه نوره هم زیاتوي.

 دم ګړۍ  برطانیا  کابو یوسل پنځه نوي ایټمي خولۍ لري  انګلستان  په داسې حال کې  نیّت لري ، خپل ایټمي سلاکوټ زیات کړي ، چې دغه هیواد  د خپل ۲۰۱۵کال  دسټراټژيکې دفاع  په ارزونې کې   دخپلو ایټمي خولیو تر یوسل اتیاؤ پورې د کمولو ژمنتیا کړې وه .