عربستان د فارس خلیج شورا یرغمل کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97796-عربستان_د_فارس_خلیج_شورا_یرغمل_کړې
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فارس خلیج د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو د وروستي ناستې بیانیې ته په اشارې سره وویل: د سعودي رژیم دغه شورا یرغمل کړې او د خپلو ورانوونکو لیدلورو په تپلو سره په سیمه کې نفرت او تاوتریخوالو ته لمن وهي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2021 03:54 Asia/Kabul
  • عربستان د فارس خلیج شورا یرغمل کړې

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د فارس خلیج د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو د وروستي ناستې بیانیې ته په اشارې سره وویل: د سعودي رژیم دغه شورا یرغمل کړې او د خپلو ورانوونکو لیدلورو په تپلو سره په سیمه کې نفرت او تاوتریخوالو ته لمن وهي.

د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت وباند سعید خطیب زاده د خلیج فارس د شورا ۱۴۷ ناستې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د دې غونډي بیانیه د مخکنیو ناستو په څېر له حقیقت سره اړخ نه لګوۍ او د دې شورا په نورو غړو هیوادونو باندې د سعودي رژیم د سیاسي فشار او دښمنیو په لړ کې صادره شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې په بیانولو سره چي د فارس خلیج د شورا ځینې غړو چي د سعودي رژیم له فشار څخه متاثره شوي د ایران وېرونې له ماتي خوړلې سیاست پلويتوب کوي، دغه پوښتنه یې مطرحه کړه چي په وروستیو لسیزو کې د دغه غلط بهیر له تعقیبونې څخه د سیمي د ثبات او امنیت په لړ کې څه تر لاسه کړي دي؟

خطیب زاده د عربستان د سیاست په اړه وویل: دغه رژیم د فارس خلیج د شورا په یرغمل کولو سره په نورو غړو هیوادونو باندې خپلي ورانوونکې نظریې تپلي او په سیمه کې تاوتریخوالې او نفرت ته لمن وهي.

هغه د دې شورا د چټي ادعاګانو په ځواب کې وویل چي د ایټمي نړیوالي موافقې غړي معلومي دي او په دې موافقه کې د سیمي مسالې نه ځاییږي