د ایران دپور ورکولو په اړه دې انګلستان خپل دریځ عملي کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i97976-د_ایران_دپور_ورکولو_په_اړه_دې_انګلستان_خپل_دریځ_عملي_کړي
د ایران او بریتانیا له تړون سره اړونده پور ، په ۱۹۷۰لسیزې کې ایران ته د یو زر پنځه سوه چیفتڼ ټانکونو او د دوه سوه پنځوسو زغرګاډو د سپارلولپاره په اړه دی
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Mar 23, 2021 14:32 Asia/Kabul
  • د ایران دپور ورکولو په اړه دې انګلستان خپل دریځ عملي کړي

د ایران او بریتانیا له تړون سره اړونده پور ، په ۱۹۷۰لسیزې کې ایران ته د یو زر پنځه سوه چیفتڼ ټانکونو او د دوه سوه پنځوسو زغرګاډو د سپارلولپاره په اړه دی

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، داسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمي  ایران ته د انګلستان د پور بیرته ورکولو  د ضرورت په باب دانګریز دفاع وزیر بن والس   د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې  وئيلي دي ، ایران ته دپور بیرته ورکول لپاره د  بریتانیا دریځ باید عمل پال وي .

 سردار امیر حاتمي وئیلي دي ،سره له دې چې  انګریز دفاع وزیر بیا  دایران اسلامی جمهوریت ته  له ۴۲کلونو وروسته د پور د ورکولو پر ضرورت او د دواړو لورو ترمینځ دپوځي تړونونو پر حل ټينګار کړی  ، خو تل  د انګریز چارواکو د دریځونو او عملی ارادې ترمینځ تل  واټن شته دی .

 د سردار امیر حاتمي په وینا ،  د پورونو د  خلاصولو لپاره دعملي لارو چارو په باب   عدالتي فیصلو او د  لورو ډيرو تړونونو  او د خبرواترو  ژمنتیاؤ  ته په پام سره ، د ظالمانه بندیزونو له امله محدودیّتونه  اصلي خنډ  نه دي  او د ایران د ملت په حقه انتظار  د هغو لارو چارو په وسیله  چې  د دواړو لورو په خبرواترو  کې مطرح شوي دي ، ددغې موضوع  د حل کولو لپاره د انګریز حکومت دعملي  ارادې ضرورت   دی . 

 انګریز دفاع وزیر  پرون د انګلستان له ټایمز چینل  سره په خبرو کې وئیلي ، باید دایران داسلامی جمهوریت  پورونه ورکړل شي .

 د ایران او بریتانیا  له تړون سره اړونده پور ،  په ۱۹۷۰لسیزې کې  ایران ته د یو زر  پنځه سوه  چیفتڼ ټانکونو  او د دوه سوه پنځوسو زغرګاډو د سپارلولپاره  په اړه دی