بشری حقوق او دلویدیځوالو سیاسی آوزار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98014-بشری_حقوق_او_دلویدیځوالو_سیاسی_آوزار
 په تیرې یوې لسیزې کې  د بشري حقوقو  دشورا ځیني غړي ، د ایران په ضد دبشري حقوقو د شورا د ځانګړي رپورټر له ایجنډا څخه د په یو طرفه  تور لګونې او په بشپړملاتړ سره ،د سیاسی کړچار پر دوام ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د ایران دملت په وړاندې د  بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کې د قاضي او مدعي په ځاي باید   دخپلو اقداماتو ځواب ویونکي شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2021 08:59 Asia/Kabul
  • بشری حقوق او دلویدیځوالو سیاسی آوزار

 په تیرې یوې لسیزې کې  د بشري حقوقو  دشورا ځیني غړي ، د ایران په ضد دبشري حقوقو د شورا د ځانګړي رپورټر له ایجنډا څخه د په یو طرفه  تور لګونې او په بشپړملاتړ سره ،د سیاسی کړچار پر دوام ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د ایران دملت په وړاندې د  بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کې د قاضي او مدعي په ځاي باید   دخپلو اقداماتو ځواب ویونکي شي .

 د ایران د اسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت ویندوي  وئيلي دي ،دملګروملتو دبشري حقوقو دشورا په شپږ څلویښتمې ناستې کې د ایران په ضد دلویدیځي هیوادونو دیوې ډلې  پریکړه لیک ،  هڅ قانوني  رواوالی او نړیوال مقبولیّت  نه لري  او  یوه تکراري او رد شوي چاره ده .

 سعید خطیب زاده  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دبشري حقوقو د شورا پریکړه لیک  په د اسې حال کې د ایران په ضد  په کمزوري راي سره تصویب شوي چې   د ایران په چارو کې د بشری حقوقو د شورا ځانګړي رپورټر   درملو او طبي تجهیزاتو ته  دلاس رسي دسخت شرائطو په سبب د لسګونو معصومو ماشومانو او د سلګونو بې ګناه انسانانو قرباني کیدا ته هیڅ اشاره نه  ده کړې .

 دایران په ضد بشری حقوقو د شورا پریکړه لیک، چې د دولسو منفي رایو ، د څوارلسو سپينو رایو په مقابل کې  په یوویشت مثبتو رایو سره تصویب شوي ، هماغه   دتیر کال  پریکړه لیک ؤ  او  موخه ئې ، د ایران په چارو کې د بشري حقوقو د شورا دځانګړي رپورټر  دماموریّت تمدیدول  دي .

د هغو هیوادونو په اقداماتو او دریځونو کې  ښکاره  توپیر چې  دبشري حقوقو په شورا کې د ایران په ضد پریکړه لیک  ئې تعقیب او تصویب کړی ، په بشپړ ډول مشخص دی  او ښئ چې  لویدیځ  د بشري حقوقو په موضوع کې  له ایران سره په چلند کې   سیاسی او آوزاري  چلند  کوي  .

د امریکا دپراخو بندیزونو د اعمالولو  او لا مهمه   له دغه ډول بندیزونو سره د   ځینو اروپائي هیوادونود ملګرتیا په سبب  د کروناخوریدونکي ناروغۍ په اوج کې  د  لسګونو زره ایرانیو ناروغانو   درملنې ته د لاس رسي   او حیات حق  چورلټې خلاف ورزۍ  ته د  بې پامۍ په وجه  ، لویدیځ  د بشري حقوقو دمدعي په مقام کې   نشي پاتیکیدلی .

 په تیرې یوې لسیزې کې  د بشري حقوقو  دشورا ځیني غړي ، د ایران په ضد دبشري حقوقو د شورا د ځانګړي رپورټر له ایجنډا څخه د په یو طرفه  تور لګونې او په بشپړملاتړ سره ،د سیاسی کړچار پر دوام ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د ایران دملت په وړاندې د  بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کې د قاضي او مدعي په ځاي باید   دخپلو اقداماتو ځواب ویونکي شي .

د ایران په ضد دبشري حقوقو دشورا پریکړه لیک  په داسې حال کې تصویبیږي  چې  د ایران په ضد د  امریکا د اقتصادی  او درملیزو بندیزونو سره په ملګرتیا،  دایرانیو  ښاریزو  په شهیدولو کې له ترهه ګرو ډلګیو څخه  په ملاتړ  او همداراز  په عربستان  د پرمختللو وسلو په خرڅولو  او دیمن دمظلومو خلکو په وژلو کې  ئې په کارولو  کې  په ملګرتیا کې  ددغه سیاسی پریکړه لیک دځينو ملاتړو اروپائي هیوادونو اقداماتو ،  دغه هیوادونه  په نړۍ کې د بشري حقوقو د ترټولو ستر خلاف ورزي کونکو په ټول کې درولي دي .

 په همدې زمینې کې  په جینوا کې د  ملګروملتو په اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي  اسماعیل بقایی هامانه  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،دانګلستان ،امریکا، فرانسې ،جرمني  او کینیډا په څير ځيني هیوادونه د  بشری حقوقو  له مقولې ، له خپلو  مخالفو هیوادونو سره  دمقابلې لپاره ،  سیاسی استفاد ه کوي او په عربستان  د وسلو په پلورلو سره د یمن  د بې ګناه او بې څوکه  خلکو په وژلې کې د دوي   د ګډون یووخت  والی  له ورایه ښکاره دی .

 د ایران  په وړاندې د لویدیځ دوه ګوڼۍ سیاسی کړچار   په داسې حال کې  دبشري حقوقو په موضوع کې  په یوه ثابت اصل بدل  شوی ، چې د ایران اسلامي جمهوریت  د مذهبی ژمنتیاؤ ، اساسی قانون او  خپلو عادي قوانینو ته د پابندۍ  او  دغه راز دنړیوالو اصولو  په چوکاټ کې  تل د بشري حقوقو د وضعیّت د ښه کولو په لاره کې ګام پورته کړی دی .

 د بشري حقوقو په شورا کې د ایراني ضد تکراري پریکړه لیکونو تصویبیدا ،  هغه هم  په کمزوري سیاسی رایو سره  ښئ ،  له ایران  په چلند کې د ځینو لویدیځي هیوادونو  ریاکار کړچار ، له ځان سره نړیواله اجماع نه لري  او لویدیځ  د بشری حقوقو په تورتمې مخینې سره ،  دایران دا سلامی جمهوریت په  شان په خپلواکه هیوادونو کې  د بشري حقوقو  د وضعیّت   په اړه د سنجونې او فیصلې کولو وړتیا او  اساس نه لري .