بشری حقوق او دلویدیځوالو سیاسی آوزار
په تیرې یوې لسیزې کې د بشري حقوقو دشورا ځیني غړي ، د ایران په ضد دبشري حقوقو د شورا د ځانګړي رپورټر له ایجنډا څخه د په یو طرفه تور لګونې او په بشپړملاتړ سره ،د سیاسی کړچار پر دوام ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د ایران دملت په وړاندې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کې د قاضي او مدعي په ځاي باید دخپلو اقداماتو ځواب ویونکي شي .
د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي وئيلي دي ،دملګروملتو دبشري حقوقو دشورا په شپږ څلویښتمې ناستې کې د ایران په ضد دلویدیځي هیوادونو دیوې ډلې پریکړه لیک ، هڅ قانوني رواوالی او نړیوال مقبولیّت نه لري او یوه تکراري او رد شوي چاره ده .
سعید خطیب زاده نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دبشري حقوقو د شورا پریکړه لیک په د اسې حال کې د ایران په ضد په کمزوري راي سره تصویب شوي چې د ایران په چارو کې د بشری حقوقو د شورا ځانګړي رپورټر درملو او طبي تجهیزاتو ته دلاس رسي دسخت شرائطو په سبب د لسګونو معصومو ماشومانو او د سلګونو بې ګناه انسانانو قرباني کیدا ته هیڅ اشاره نه ده کړې .
دایران په ضد بشری حقوقو د شورا پریکړه لیک، چې د دولسو منفي رایو ، د څوارلسو سپينو رایو په مقابل کې په یوویشت مثبتو رایو سره تصویب شوي ، هماغه دتیر کال پریکړه لیک ؤ او موخه ئې ، د ایران په چارو کې د بشري حقوقو د شورا دځانګړي رپورټر دماموریّت تمدیدول دي .
د هغو هیوادونو په اقداماتو او دریځونو کې ښکاره توپیر چې دبشري حقوقو په شورا کې د ایران په ضد پریکړه لیک ئې تعقیب او تصویب کړی ، په بشپړ ډول مشخص دی او ښئ چې لویدیځ د بشري حقوقو په موضوع کې له ایران سره په چلند کې سیاسی او آوزاري چلند کوي .
د امریکا دپراخو بندیزونو د اعمالولو او لا مهمه له دغه ډول بندیزونو سره د ځینو اروپائي هیوادونود ملګرتیا په سبب د کروناخوریدونکي ناروغۍ په اوج کې د لسګونو زره ایرانیو ناروغانو درملنې ته د لاس رسي او حیات حق چورلټې خلاف ورزۍ ته د بې پامۍ په وجه ، لویدیځ د بشري حقوقو دمدعي په مقام کې نشي پاتیکیدلی .
په تیرې یوې لسیزې کې د بشري حقوقو دشورا ځیني غړي ، د ایران په ضد دبشري حقوقو د شورا د ځانګړي رپورټر له ایجنډا څخه د په یو طرفه تور لګونې او په بشپړملاتړ سره ،د سیاسی کړچار پر دوام ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د ایران دملت په وړاندې د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ کې د قاضي او مدعي په ځاي باید دخپلو اقداماتو ځواب ویونکي شي .
د ایران په ضد دبشري حقوقو دشورا پریکړه لیک په داسې حال کې تصویبیږي چې د ایران په ضد د امریکا د اقتصادی او درملیزو بندیزونو سره په ملګرتیا، دایرانیو ښاریزو په شهیدولو کې له ترهه ګرو ډلګیو څخه په ملاتړ او همداراز په عربستان د پرمختللو وسلو په خرڅولو او دیمن دمظلومو خلکو په وژلو کې ئې په کارولو کې په ملګرتیا کې ددغه سیاسی پریکړه لیک دځينو ملاتړو اروپائي هیوادونو اقداماتو ، دغه هیوادونه په نړۍ کې د بشري حقوقو د ترټولو ستر خلاف ورزي کونکو په ټول کې درولي دي .
په همدې زمینې کې په جینوا کې د ملګروملتو په اورګانونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي اسماعیل بقایی هامانه په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،دانګلستان ،امریکا، فرانسې ،جرمني او کینیډا په څير ځيني هیوادونه د بشری حقوقو له مقولې ، له خپلو مخالفو هیوادونو سره دمقابلې لپاره ، سیاسی استفاد ه کوي او په عربستان د وسلو په پلورلو سره د یمن د بې ګناه او بې څوکه خلکو په وژلې کې د دوي د ګډون یووخت والی له ورایه ښکاره دی .
د ایران په وړاندې د لویدیځ دوه ګوڼۍ سیاسی کړچار په داسې حال کې دبشري حقوقو په موضوع کې په یوه ثابت اصل بدل شوی ، چې د ایران اسلامي جمهوریت د مذهبی ژمنتیاؤ ، اساسی قانون او خپلو عادي قوانینو ته د پابندۍ او دغه راز دنړیوالو اصولو په چوکاټ کې تل د بشري حقوقو د وضعیّت د ښه کولو په لاره کې ګام پورته کړی دی .
د بشري حقوقو په شورا کې د ایراني ضد تکراري پریکړه لیکونو تصویبیدا ، هغه هم په کمزوري سیاسی رایو سره ښئ ، له ایران په چلند کې د ځینو لویدیځي هیوادونو ریاکار کړچار ، له ځان سره نړیواله اجماع نه لري او لویدیځ د بشری حقوقو په تورتمې مخینې سره ، دایران دا سلامی جمهوریت په شان په خپلواکه هیوادونو کې د بشري حقوقو د وضعیّت په اړه د سنجونې او فیصلې کولو وړتیا او اساس نه لري .