ان شاالله ۱۴۰۰لمریزکال ترپاي پورې به دکرونائي ویکسین صادرونکي شو
ډاکټر روحاڼي ددې خبرې په کولو سره چې حکومت د بندیزونو دختمولو او د کرونائي بحران د پيزواني کولو درستې هڅې کاروي ، وئيلی دي ، په هردواړو موضوعګانو کې د مونږ اساس باید عقلانیّت او ملی ګټې وي .
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني نن په۱۴۰۰لمریز کال کې له کرونائي بحران سره دمقابلې دملي کمیټې په لومړنۍ غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې د حکومت درستې هڅې د کرونائي ویروس تر منلو وړ حده کنټرولول او د بندیزونو ختمول دي،زیاته کړې ده،په پسرلي کې له کرونا ویروس سره دمقابلې وضعیّت به دایرانیو ویکسینو په برابریدو سره ډير ښه شي او هیله مند یوو ، ایران د ۱۴۰۰لمریز کال تر پاي پورې د کروناضد ویکسین صادرونکی شی .
ډاکټر روحاڼي ددې خبرې په کولو سره چې حکومت د بندیزونو دختمولو او د کرونائي بحران د پيزواني کولو درستې هڅې کاروي ، وئيلی دي،په هردواړو موضوعګانو کې د مونږ اساس باید عقلانیّت او ملی ګټې وي .
داسلامی ایران ولسمشر تیر لمریز کال له کرونائي او بندیز او بشپړ اقتصادي جنګ سره سره ،د ایران دملت لپاره یو سخت او ټيټې هسکې لرونکی کال وباله او وې وئيل،د ایران له ولسه د پروټوکولونو د منلو وړ حده مراعات کولو،د رهبرۍ،عالمانو او مراجعو په تیره بیا له دغې مرګونې ناروغۍ سره د مقابلې لباره د سرښیندونکو طبي عملې په ملاتړونو سره ، له خپلې خوا ډیره ملګرتیا نندارې ته وړاندې کړې ده ، دزړه له کومې قدرونه کوو .
ډ اکټر روحاني وئیلی دي ، اوس ایران دنړۍ له ډيرو هیوادونو سره په پرتله کې له کرونائي بحران سره په مقابلې کې لاښه وضعیّت لري ، ، خلکو انصافا له هغو محدودیّتونو سره سره چې د دوي د کارکسبونو اواقتصاد لپاره ضروري وو ،د دستور العملونو په رعایتولو کې ډير زیار ایستی او که څه هم د نیکمرغه نوروز اخترپه شپو ورځو کې ځيني پروټوکولونه کم شوي ،خو په ټول کې د نوروز په مناسبت د سفرونو دپام وړ کمیدا هم ددې ګواه ده چې خلک هماغه راز د ایس او پیز ډير خیال ساتي .