د ایران او چین ترمینځ د جامعې ملګرتیا سند لاسلیک شو
چین خارجه وزیر همداراز د ایران داسلامی جمهوریت له ولسمشر حسن روحاني او خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره هم لیده کاته کړي او ددوو اړخیزو اړیکو اود سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب ئې خبرې اترې کړي دي.
زمونږخبریال راپور راکړ دغه سندن ایران ته دچین دلومړي وزیر په سفر سره له ۱۳۹۴لمریز کال څخه مطرح شوی او د ایران او چین ترمینځ د لارې دنقشې په توګه دی او د ایران او چین اړیکې له ځينو ورځینو چارو څخه سټراټژيک پلوۀ ته هدایتوي . دغه سند دلارې د نقشې او مختلفو اړخونو لرونکی یو بشپړ سند ی او سیاسی ،سټراټژیک او اقتصادي مادې او ځانګړنې لري . او ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف او دچین خارجه وزیر وانګ ئي نن په تهران کې په یولړ دستورو کې لاسلیک کړ .
دچین خارجه همداراز له دغو دستورو مخکې د اسلامی ایران له ځانګړی استازي او رهبرۍ د ستر مقام له سلاکار سره لیده کاته کړي اود ایران او چین ترمینځ د ډيپلوماټيکو اړیکو دټينګیدا دپنځوسمې کلیزې په درنښت سره ئې پر سټراټژيک جامع مشارکت مشتملو په هراړخیزو اړیکو ټينګار کړی دی .
دواړو لورو همداراز دایران او چین ترمینځ دجامعې ملګرتیا د پروګرام په نهائي کیدا او د سیاسی ،اقتصادي او سټراټژيکو اړیکو دلاپراختیا د پرمخ بیولو دڅرنګوالي په ارزونې دخوښۍ په څرګندولو سره د اوږدمهاله او سټراژيکو ملګرتیاؤ دلوړتیا لپاره د دواړو هیوادونو پر لانزدو اړیکو ټينګار کړی دی .
ډاکټر لاریجاني په دغې کتنې کې په بهرنی سیاست کې د هیواد کړچار ته په اشارې سره وئیلي دي ، اسلامی ایران له هیوادونو سره دخپلو اړیکو په باب پخپلواکه توګه فیصله کوي او دځینو هغو هیوادونو په څير نه دی چې په یوه ټيلیفون سره خپل دریځ بدلوي .
د چین خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې وئيلی دي،له ایران سره دچین اړیکې به هیڅ ډول شرائطو له امله اغیزمنې نشي،بلکې په دایمي اوسټراژيک ډول به وي .
داپه داسې حال کې دي چې د چین خارجه وزیر همداراز د ایران داسلامی جمهوریت له ولسمشر حسن روحاني او خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره هم لیده کاته کړي او ددوو اړخیزو اړیکو اود سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب ئې خبرې اترې کړي دي.