د ایران کوو پارس واکسین نورو کسانو ته پچکاري شو
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د رازي موسسې « کوو پارس » کورونا ویروس ضد واکسین څلورنوي (۹۴) داوطلب کسانو ته پچکاري شو .
د ایران د رازي موسسې د کوو پارس واکسین د ازمویلو اصلي محقق «سعید کلانتري »پرون وویل تر دې مرحلې پورې هیڅ ډول مهمه عارضه چې لاسوهنې یا د مطالعې دریدا ته ضرورت ولري نه ده لیدل شوي .
هغه د رازي موسسې د کوو پارس واکسین د ازمویلو د وروستي حالت په هکله وویل په شرایطو پوره داوطلبه کسانو کښې تراوسه څلورنوي (۹۴) کسانو ته دغه واکسین پچکاري شوی او په دوې کښې اتلسو (۱۸)کسانو د واکسین دوهم (۲) ډوز ترلاسه کړی دی او د دغه مرحلې تر پاې پورې باید نهه دیرشو (۳۹) نورو کسانو ته هم دغه واکسین پچکاري شي .
د ایران د رازي موسسې د « کووپارس واکسین د ازمویلو اصلي محقق سعید کلانتري ډاګینه کړه تر دې دمه د مطالعې نتیجه د دې ښودنه کوي چې دغه واکسین کمه عارضه لري یا هیڅ عارضه نلري او داوطلبه کسان به حتی د تبې او د بدن درد په شان په نښو نښانو سره هم اذیت نشي .
کوو پارس واکسین د رازي د واکسین د تحقیقاتو موسسې د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او له لارښونونو سره سم تولید کړی دی .
د رازي موسسې کووپارس واکسین د ایران د کورونا ضد دوهم (۲)واکسین دی .