په ایران کې نور ۹۴کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98366-په_ایران_کې_نور_۹۴کسان_د_کرونائي_ویروس_قرباني_شول
 داهم وئيل شوي دي چې په پاکستان او افغانستان کې هم د کرونائي ویروس خوریدا په اوڅاره توګه زیاته شوې ده او  د پاکستان  مرکزي حکومت یو ځل بیا  په زیاتره سیمو کې سمارټ لاک ډاؤن ته مخه کړې څو ددغه مرګوني ویروس د اوسنۍ خطرناکې مرحلې مخه ونیول شي . 
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Apr 01, 2021 15:45 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۹۴کسان د کرونائي ویروس قرباني شول

 داهم وئيل شوي دي چې په پاکستان او افغانستان کې هم د کرونائي ویروس خوریدا په اوڅاره توګه زیاته شوې ده او  د پاکستان  مرکزي حکومت یو ځل بیا  په زیاتره سیمو کې سمارټ لاک ډاؤن ته مخه کړې څو ددغه مرګوني ویروس د اوسنۍ خطرناکې مرحلې مخه ونیول شي . 

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي چارو وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروسد ککړو کسانو د وروستیو احصایو داعلانولو په وخت  وئيلي دي ، د تشخیص د  نړیوالو معیارونو په اساس ، په هیواد کې په تیر شواروز کې  په کرونا نورو یولس زره اوه سوه پنځوس ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي  یو زر درې سوه یو اویا په روغتونونو کې بستري شوي دي .

میرمن سیماسادات لاري وئيلي په تیرو ۲۴ساعتونو کې له بده مرغه په کرونا ککړو څلور نوي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  او په دې سره په ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر هم دوه شپیته زره  اوه سوه شپیتو تنو ته زیات شوی دی .

هغې وئيلي  په درست ایران کې تر دې دمه په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر یو میلیون اته لکه اوه  نوي زره  درې سوه پنځلس تنو ته زیات شوی چې له دوي یو ملیون شپږ لکه شپږویشت زره یو سل پنځوس تنه په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .