ایران په نړۍ کې د واکسن د تولید اصلي چورلیز کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98380-ایران_په_نړۍ_کې_د_واکسن_د_تولید_اصلي_چورلیز_کیږي
د کرونائي بحران په شرائطو کې  ناروغانو ته په روغتونونو کې درملیز خدمات وړاندې  کوو او  د ماسک په زمینې کې چې  یو واردونکی هیواد وو نن سبا  په یوه تولیدونکي اوصادرونکي هیواد بدل شوي یوو.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Apr 02, 2021 06:28 Asia/Kabul
  •   ایران په نړۍ کې د واکسن د تولید اصلي چورلیز کیږي

د کرونائي بحران په شرائطو کې  ناروغانو ته په روغتونونو کې درملیز خدمات وړاندې  کوو او  د ماسک په زمینې کې چې  یو واردونکی هیواد وو نن سبا  په یوه تولیدونکي اوصادرونکي هیواد بدل شوي یوو.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی ، د ایران داسلامی جمهوریت د ورغتیائي چارو وزیر سعید نمکي پرون   دملي ورځ په مناسبت د ایران  په باغ کتاب کې  د دوه سوه پنځوس میټره تر ټولو لوړایراني بیرغ  د رپيدا په  دستورو کې   پخپلې وینا کې وئيلی دي ، ددغه ټاټوبي تاریخ  په درو برخو یعني ، له اسلامه دمخکې اووروسته  او دا سلامی انقلاب له وروسته پړاؤ باندې ویشل کیږي  او  جفا ده  چې  دوه وختونه په نظر کې ونیول شي او  په دریم پړاؤ سترګې پټې کړو .

 هغه یادونه کړې،د ایران ستر ټاټوبي  په ایراني فرهنګ په تکیې سره تر دې د مه  خپل لرغونی نوروز اوژبه ساتلې ده،هماغه ډول چې د روژې دمبارکې میاشتې اختر او د قربانۍ اختر ئې ساتلي دي .

سعدی نمکي  وئيلي دي،ددغه  هیواد یو تاریخي واقعیّت د وري دمیاشتې دولسمه نیټه ده چې ددغه هیواد خپلواکي او آزادي ئې نندارې ته وړاندې کړې  او په ځان باؤري  او پخپلو پښوباندې دریدا ئې بریاوې دي .د ایران دروغتیائي چارو وزیر  وئیلي دي ،نن سبا دمونږ  درملیز خدمتونه داسې دي چې   د کرونائي بحران په شرائطو کې  ناروغانو ته په روغتونونو کې درملیز خدمات وړاندې  کوو او  د ماسک په زمینې کې چې  یو واردونکی هیواد وو نن سبا  په یوه تولیدونکي اوصادرونکي هیواد بدل شوي یوو.