د ايران او افغانستان د پوله ايزې لارې بيارغونه
د ايران او افغانستان د بهرنيو چارو د وزيرانو مرستيالو موافقه وکړه چې د پوله ايزې لارې د جوړولو او نوي کولو عمليات به په پوله ايزو او حقوقي مسائلو باندې له تاثير کولو بغېر دوام ومومي.
د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزير د حقوقي او بهرنيو چارو مرستيال محسن بهاروند او د افغانستان د خارجه وزير سياسي مرستيال ميروېس ناب د دوغارونو او اسلام قلا په پوله ايزه سيمه کښې سره کتنه وکړه.
دواړو خواو د دواړو هېوادونو ترمېنځ د پوله ايزې لارې د نوي کولو او مرمتولو د عملياتو د کتنې ترڅنګه پوله ايز مسائل او له تګ راتګ او ټرانزېټ سره اړوند مسائل وڅېړل.
د ايران او افغانستان د خارجه وزيرانو مرستيالو موافقه وکړه چې د پوله ايزې لارې د جوړولو او نوي کولو عمليات به په پوله ايزو او حقوقي مسائلو باندې له تاثير کولو بغېر دوام ومومي او دا ډول مسائل دې يوازې د دواړو هېوادونو د ګډ پوله ايز کمېشن لخوا وڅېړل او هوار کړې شي.
همدارنګ دواړو خواو په دغه کتنه کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د ودې او ترقۍ او همدارنګ د تجارت د انډولولو، د اتباعو د تګ راتګ لپاره د هلو ځلو، د انسان او نشه ايزو موادو له قاچاق او نړيوالې ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د طبيعي مصائبوپه وخت او هنګامي مواردو کښې د دواړو خواو ترمېنځ د مرستې رسولو د اسانتيا په باره کښې خبرې اترې او صلاح مشورې وکړې.