د برجام د ګډ کمېشن د بيانيې په اړه د ايران ردعمل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98428-د_برجام_د_ګډ_کمېشن_د_بيانيې_په_اړه_د_ايران_ردعمل
د ايران اسلامي جمهوريت داسې هيڅ پلان چې د امريکې لخوا د بنديزونو ګام په ګام ختمولو په اړه وي نه مني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 11:37 Asia/Kabul
  • د برجام د ګډ کمېشن د بيانيې په اړه د ايران ردعمل

د ايران اسلامي جمهوريت داسې هيڅ پلان چې د امريکې لخوا د بنديزونو ګام په ګام ختمولو په اړه وي نه مني.

د ايران د اسلامي  جمهوريت د چارواکو لخوا د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن د بيانيې په ردعمل کښې په دې موضوع باندې تاکيد اوشو.

د برجام ايټمي موافقې د ګډ کمېشن اتلسمه غونډه د تېرې جمعې په ورځ د اپرېل په دويمه نېټه د اروپائي اتحاديې د بهرنيو سياست د مشر جوزف بورل لخوا د بهرنيو اقدام د سروس د عمومي سېکتر د مرستيال انريکه مورا په مشرۍ او د خارجه وزيرانو او سياسي مديرانو او مرستيالانو په سطح د د چين، فرانسې، جرمني، روسيې ، برطانيې او ايران د استازيو په شتون سره په آنلائن توګه اوشوه. د دغې غونډې په آخر کښې يوه بيانيه جاري شوه او د ګډو هلو ځلو په چوکاټ کښې د ايران ايټمي موافقې ته د امريکې د بشپړه ستنېدو د موضوع د څېړنې لپاره د غړيو په چمتووالي تاکيد اوشو.

يوې لوړتبه سرچينې په دې اړه د روان ميلادي کال د جنورۍ په اتمه نېټه په يوې وېنا کښې د برجام په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر تاکيداتو ته په اشارې سره واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت به يوازې د امريکې د ټولو بنديزونو له ختمېدو او د هغو له راستي آزمائۍ وروسته خپلو برجامي ژمنو ته ستون شي.

دغې لوړ رتبه سرچينو واضحه کړه، د برجام د ګډ کمېشن د هر ډول نتيجه چې پکښې ګام په ګام د بنديزونو د ختمېدو او يا له امريکې سره په غېر مستقيمه توګه د خبرو اترو موضوع شمامله وي د منلو نه ده.

د ايران د بهرنيو چارو د وزير سياسي مرستيال سيد عباس عراقچي هم په دغه غونډه کښې يې د ايران د پلاوي مشري په غاړه لرله  د دې په بيانولو سره چې برجام ته د امريکې د ستنېدو لپاره هيڅ ډول خبرو اترو ته ضرورت نشته او په دې لړ کښې د امريکې لاره پوره څرګندهده، واضحه کړه، امريکه هم هغه ډول  چې له موافقې ووتله او د ايران په خلاف يې  غېر قانوني بنديزونه ولګول، په هم  هغه صورت کښې موافقې ته ستنېدې او قانون ماتونه ختمولې شي.

د برجام د ګډ کمېشن د بيانيې په اړه د ايران په ردعمل دوو ټکو ته اشاره لري چې د برجام د غوټې په پرانېستو کښې زيات اهميت لري.

وړومبے ټکے د امريکې لخوا د ژمنې د خلاف ورزۍ په مقابل کښې په برجام کښې د ايران د حقوقو په احيا باندط څرګند تاکيد دے. ځکه چې برجام يوه څو اړخيزه نړيواله موافقه ده چې د امنيت د شورا د پرېکړليک په ذريعې سره تائيد شوې او ضمانت يې ورکړے شوےدے.

دويم ټکے له اوسني بندون څخه د راوتلو لپاره په منطقي حل لارې باندې د ايران تاکيد دے

د ايران د ايټمي انرجۍ د ادارې مشر ډاکټر علي اکبر صالحي بېګا د خالي په شپه کلاب هاوس اجتماعي چېنل کښې په يوې مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې د برجام بندون د ماتېدو په حال کښې دے وويل: دا چې د برجام په باره کښې د خبرو اترو موضوع فني مرحلې ته داخله شوې او له وړومبنيو کشمکشونو څخه تېره شوې ده د وړومبنيو بندونونو د ماتېدو او د زېرے ورکونکي موضوع په معنا ده.

خو هغه پوښتنه چې موجوده ده دا ده چې آيا امريکه دې ته تياره ده چې له خپل ماتې خوړلي او د بنديزونو او له زيات نه زيات دباو له سياسته لاس واخلي؟

امريکه د يو اړخيزې فېصلې په بنياد له برجامه بهر شوه او لغو شوي بنديزونه يې بيا راستانه کړل او له دې نه علاوه يې په ايران باندې په مختلفو خودساخته نومونو او دروغو تورونو سره نوي بنديزونه ولګول و نورو هېوادونه يې د دغو بنديزونو د عملي کولو لپاره تر دباولاندې راوستل.

هغه موارد چې ايران د برجامي ژمنو په کمولو کښې د بنديزونو د لغو کېدو د پالېسۍ د قانون په اجرا سره ترسره کړل د موافقې خلاف ورزي د ايران لخوا نه ده بلکه د ايران د رضاکارانه ژمنو د يوې برخې کمول دي. نو ځکه يوازې يوه لار باقي پاتې ده او هغه له هم هغې لارې د امريکې راستنېدل دي  چې په غلطۍ سره يې پلې کړې ده. هغه څه چې په اوسنيو حالاتو کښې اهميت لري په برجام کښې بيان شوو موافقو ته د ستنېدو څه رنګوالے دے. هم هغه ډول چې د اسلامي انقلاب معظم ر هبر واضحه کړې ده: « ايران به هغه وخت خپل برجامي ژمنو ته راستنېږی چې امريکه په عمل کښې نه په خوله او يا د کاغذ په مخ ټول بنديزونه ختم کړي او د ايران لخوا د دغو بنديزونو د ختمېدو راستي آزمائي اوشي»

---------------