ایران په تپلی جنګ کې دماینونو په ترټولوسترقرباني بدل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98512-ایران_په_تپلی_جنګ_کې_دماینونو_په_ترټولوسترقرباني_بدل_شو
امیر حاتمي وئيلي دي،دهغې ورځې په تمه یوو چې جنګ ،ګواښ او تاؤتریخوالی ، له انساني اړیکو خپل ټغر ټول کړي او ددې په ځاي  مینه ،محبت او یوزړتوب  راشي  .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2021 09:13 Asia/Kabul
  • ایران په تپلی جنګ کې دماینونو په ترټولوسترقرباني بدل شو

امیر حاتمي وئيلي دي،دهغې ورځې په تمه یوو چې جنګ ،ګواښ او تاؤتریخوالی ، له انساني اړیکو خپل ټغر ټول کړي او ددې په ځاي  مینه ،محبت او یوزړتوب  راشي  .

د ایران داسلامی  جمهوریت دفاع وزیر سردار امیر حاتمي دماین په خطرې او دهغو په ضد  له اقدامه دخبریدا دنړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې  لیکلي دي ، ایران ددغې سپیرې بلا په ترټولو ستر قرباني بدل شوی دی .

 سردار امیر حاتمي  په دې مناسبت پخپل پیغام کې  وئيلي دي ،اسلامی ایران دعراق له صدام رژيم سره په تپلي  اته کلن جنګ کې ، د بشري حقوقو دمدعي هیوادنو د جوړو شوو څه دپاسه  شل میلیون ډول ډول ماینونو او  چاودیدونکو توکو باندې  دخپل ټاټوبي په کابلو دوه څلویښت زره مربع کلومیټر  سیمو کې  ککړ شوی  او ددغې سپیرې او بوږنونکي  او ویجاړونکی بلا  په ترټولو ستر قرباني بدل شوی دی .

 د ایران دفاع وزیر  زیاته کړې ده ، هغه  ایراني ماشومان ،ښځې او بوډاګان  چې  د تپلی جنګ په پړاؤ او له دې پړاوه وروسته  کلونو کې  چې  هغه  ډير زیات اجتماعي تاوانونه چې اسلامی   ایران ته رسیدلی ،  او له بده مرغه  هماغو هیوادونو چې  د ایران په ضد دجنګ په کلونو کې ئې  دعراق  حکومت سره د ډول ډول ماینونو پشمول  په درستو زمینو کې مرستې کړي ،له جنګه په وروسته کلونو کې ئې هم  په  هره پلمه  ددغې ترټولو خطرناکې ستونزې  د ختمولو لپاره   د مونږ له هیواد سره  له مرستو ډډه وکړه  او  دایران له  سوله غواړي ولس سره ئې د خپلو ټيکنالوجیکي مرستو  سر وغړوۀ . 

 هغه همداراز وئیلي د ي،د ایران اسلامی جمهوریت   په دې اساس  او  له موجوده نفاق سره سره ، (د ماینونو له خطرې  او ددې بلاپه ضد دمرستو  د پوهیدا د نړیوالې ورځې ) او دا نسان دوستۍ  ماین ضد عملیات  چې  نتیجه ئې ،  د بې ګناه  ماشومانو ،ښځو او سړیو  ژغورل دي ، درنښت کړی او درست هیوادونه ئې   دغې مهمې چارې ته لازیات پام ، همت او هڅو ته بللي  دي .

امیر حاتمي وئيلي دي ،دهغې ورځې په تمه یوو چې  جنګ ،ګواښ  او تاؤتریخوالی ، له انساني اړیکو خپل ټغر ټول کړي او  ددې په ځاي  مینه ،محبت  او یوزړتوب  راشي  .