د ایټمي موافقې د ګډکمیشن ایجنډا د مقابل لورو دژمنتیاؤ اجراده
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ټينګار کړی ، لاره روښانه ده، دامریکا درست بندیزونه باید لیرې شي او بیا ئې مونږ تائيد کړو او یوازې یو ګام لرو چې هغه یو ګام هم د امریکا ددرستو بندیزونو لغوه کیدا ده او ددې په مقابل کې ایران هم تیار دی ، خپل جبرانونکي اقدامات ودروي او تیر وخت ته وګرځي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن ددې خبرې په کولو سره چې د نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن سباکیدونکي ناسته،ددغه کمیشن له تیرو ناستو سره هیڅ فرق نه لري ، وئيلي دي ، ددغې غونډې ایجنډا د ایران په ضد دامریکا دظالمانه بندیزونو ختمول او د مقابل لورو دژمنتیاؤ د اجرا څرنګوالی دی .
خطیب زاده وئیلي دي ، ۴+۱ډله باید د ایران په وړاندې پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړي .
سعید خطیب زاده په ویانا کې د دوو موافقو د محصول په باب د وال سټریټ ژورنال خپرونې د ادعا په باب وئيلي دي ، دا چې ۴+۱ډله چرته او څرنګه له امریکا سره خبرې کوي ،پخپله دوي سره اړه لري .
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ټينګار کړی ، لاره روښانه ده، دامریکا درست بندیزونه باید لیرې شي او بیا ئې مونږ تائيد کړو او یوازې یو ګام لرو چې هغه یو ګام هم د امریکا ددرستو بندیزونو لغوه کیدا ده او ددې په مقابل کې ایران هم تیار دی ، خپل جبرانونکي اقدامات ودروي او تیر وخت ته وګرځي .
خطیب زاده د ایران او چین د جامعې ملګرتیا دپروګرام د سند په باب هم وئیلي دي ، دغه سند تر دې دمه تړون شوی نه دی ، او له نورو هیوادونو سره هم ددغه سند دلاسلیک کیدا امکان شته او له روسیې سره مو هم یو سند درلودلی چې باید نوی شي .