ازبکستان ته د ظریف د سفر ګټې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98532-ازبکستان_ته_د_ظریف_د_سفر_ګټې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا په خپل ټویټر کښې، د ایران او ازبکستان لرغونو اړیکو سره، د دغه هیواد له ولسمشر او خارجه وزیر سره خپل ملاقاتونه ګټه ور وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2021 00:30 Asia/Kabul
  • ازبکستان ته د ظریف د سفر ګټې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا په خپل ټویټر کښې، د ایران او ازبکستان لرغونو اړیکو سره، د دغه هیواد له ولسمشر او خارجه وزیر سره خپل ملاقاتونه ګټه ور وبلل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر بیګا په خپل ټویټر کښې، د ایران او ازبکستان لرغونو اړیکو سره، د دغه هیواد له ولسمشر او خارجه وزیر سره خپل ملاقاتونه ګټه ور وبلل.

محمد جواد ظریف په تاشقند کښې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او خارجه وزیر عبدالعزیز کامل اف سره له خپل ملاقاته خوښي څرګنده کړه او ویې لیکل: د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پرمخ بیولو په موخه مو د زر کلنو اړیکو د پراختیا د لاروچارو په هکله ګټه ورې خبرې اترې وکړې.

ظریف د خپل پيغام په دوام کښې قرقیزستان، قزاقستان او ترکمنستان د خپل سیمه ایز سفر راتلونکي منزلونه بیان کړل.

محمد جواد ظریف چې د ازبکستان جمهوریت له چارواکو سره د صلاح مشورو په موخه تاشقند ته تلی دی، پرون یې د دغه هیواد له ولسمشر شوکت میرضیایف او خارجه وزیر عبدالعزیز کامل اف سره جلاجلا ملاقاتونه کړي او د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې ورسره د نظر تبادله کړې ده.