ډېر زر به له سيمې د امريکنيانو د وېستلو کتونکي يوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98554-ډېر_زر_به_له_سيمې_د_امريکنيانو_د_وېستلو_کتونکي_يوو
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک جانشين قوماندان وويل: روان څوارلس سوم کال به د خداے په مرستې سره د استکباري، دين مخالفه او انسانيت مخالفه قوتونو د زوال او نابودۍ او له سيمې څخه د هغوي د وېستلو لپاره د نړيوال بدلون او انقلاب سريزه وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2021 08:11 Asia/Kabul
  • ډېر زر به له سيمې د امريکنيانو د وېستلو کتونکي يوو

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک جانشين قوماندان وويل: روان څوارلس سوم کال به د خداے په مرستې سره د استکباري، دين مخالفه او انسانيت مخالفه قوتونو د زوال او نابودۍ او له سيمې څخه د هغوي د وېستلو لپاره د نړيوال بدلون او انقلاب سريزه وي.

د پاسدارانو د قدس ځواک د عمومي تعلقاتو د رپوټ له مخې جنرل سيد محمد حجازي په روان څوارلس سوم کال کښې د قدس د ځواک د قوماندانانو او مديرانو په وړومبنۍ غونډه کښې په عراق کښې د بقاء لپاره د امريکې د ناکامه کوشش په اړه وويل: د اسلام دښمنان په خاصه توګه امريکه او نړيوال استکبار غواړي په عراق کښې د ملت اواز غلے کړي او د عراق د ولس مقاومت مات کړي  چې هلته کښې پاتې شي خو کامياب نه شول.

هغه زياته کړه، د امريکې ولسمشر هم په تېرو ورځو کښې وويل چې امريکه د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د خپلو ځواکونو د کمولو په حال کښې ده او د دې لپاره چې د خپل عزت خيال وساتي او د سيمې د ولسونو اقدامات کم اهميته اوښئي وويل، يو پيټرياټ سېسټم يې له سعودي څخه وېستلے دے.

جنرل سيد محمد حجازي وويل، دا له سيمېڅخه د هغو د وتلو او وېستلو سريزه ده او دا د امريکې د خبيث رژيم لخوا د زړونو د سردار  قدرمن شهيد سلېماني له شهيدولو وروسته د ملتونو پرېکنده اراده ده چې ډېر زر به له سيمې څخه د امريکنيانو د وېستلو کتونکي يوو.