ظریف او د قزاقستان ولسمشر د سیکا او آستانه بهیر وڅیړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د قزاقستان ولسمشر د ایټمي موافقې بدلونونه، په افغانستان کښې د صلحې بهیر، د آستانه بهیر او سیکا وڅیړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د قزاقستان ولسمشر د ایټمي موافقې بدلونونه، په افغانستان کښې د صلحې بهیر، د آستانه بهیر او سیکا وڅیړه.
محمد جواد ظریف چې د قزاقستان له چارواکو سره د نظر د تبادلې لپاره په نور سلطان کښې دی، د دغه هیواد له ولسمشر قاسم جومارت توکایف سره ملاقات وکړ او د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې.
په دغه ملاقات کښې د ایران خارجه وزیر، قزاقستان په کاسپین کښې خپل ګاونډې او ملګرې هیواد وباله او په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو کښې د دواړو هیوادونو دریځونه یې بااهمیته وبلل.
ظریف هم داشان د خپل مینځي اړیکو د ساتنې او پراختیا لپاره د پایدارې ملګرتیا د لارو د موندلو لپاره هلې ځلې ضروري وبللې.
په دغه ملاقات کښې قاسم جومارت توکایف هم په ګډ تاریخ او له ایران سره د ملګرتیاؤ د پراختیا په اهمیب باندې په ټینګار سره، د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې خپل مهم شریک وباله او په اقتصادي او سیاسي برخو کښې د اړیکو په دوه اړخیزې پراختیا باندې ټینګار وکړ.