د ايران او ترکمنستان خارجه وزيرانو کتنه او خبرې اترې وکړې
محمد جواد ظريف پرون په عشق آباد ښار کښې د ترکمنستان له خارجه وزيء رشيد مردوف سره په کتنه کښې په مختلفوسياسي، اقتصادي او ثقافتي برخو کښې د دواړو هېوادونو تعلقات مثبت وبلل.
د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير په دغه کتنه کښې د کېسپيئن سمندر او د مواصلاتي او ټرانزيټي کرښو او د ټېکنالوجۍ د برخو په شمول د ژوند د چاپېريال په برخو کښې د ايران او ترکمنستان د ملګرتيا د پراختيا په ضرورت تاکيد وکړ.
محمد جواد ظريف له خپل ترکمنستاني هم رتبه سره سره په اسلامي تعاون تنظيم او د ترکمستان دوره اي مشرۍ ته په پام سره په اېکو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتياو او له کېسپيئن سمندر څخه د غېر فوځي ګټې اوچتونې په اړه صلاح مشورې وکړې.
د ترکمنستان خارجه وزير هم په دغه کتنه کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په اهميت باندې په تاکيد سره په مختلفو برخو کښې د تهران او عشق آباد ترمېنځ د تعلقاتو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه.
په افغانستان د صلحې بهير، د سيمه ايزو او نړيوالو تنظيمونو په برخه کښې ملګرتياوې او په سيمه کښې څو اړخيزه ملګرتياوې د ايران او ترکمنستان د خارجه وزيرانو د خبرو اترو او نظر د تبادلې ځينې نورې موضوع ګانې وې. دواړو خارجه وزيرانو همدارنګ د ملګرتيا سند لاسليک کړ.
ظريف د مرکزي اېشيا د هېوادونو د سفر په وروستۍ مرحله کښې په عشق آباد کښې د ترکمنستان له ولسمشر بردي محمد اف سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.