خطیب زاده:
امریکا په یو وخت دوه انتخابونه نه شي غوره کولې
د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې امریکې نه شي کولې په یو وخت دوه انتخابونه تعقیب کړي
د ایران د خارجه وزارت ویاند ټینګار وکړ چې امریکې نه شي کولې په یو وخت دوه انتخابونه تعقیب کړي
سعید خطیب زاده پرون په ټولنیزو رسنیو کښې ولیکل: د امریکې ولسمشر جو بایډن په یو وخت دوه انتخابونه نه شي تعقیبولې.
هغه په دوام کښې لیکلي دي: باید کولې شي چې په ایټمي موافقې پابند شي او یا دا چې د امریکې د تیر ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دروغجنو عنوانونو سره په برجام ضده بندیزونو ټینګار وکړي.
یاده دې وي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر سیاسي مرستیال هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران ایټمي موافقې ته د نورو لورو د بشپړې ستنیدنې غوښتونکې دی، څرګنده کړه: د بندیزونو د اوچتیدو په موضوع کښې ایران یو منطقي او مستدل دریځ لري.
په ویانا کښې د ایران او ۴+۱ ډلې خبرې اترې لاهم روانې دي.