د دوښمانانو ترهګر اقدامات په اټومي صنعت کښې خنډ نه رامینځته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i98814-د_دوښمانانو_ترهګر_اقدامات_په_اټومي_صنعت_کښې_خنډ_نه_رامینځته_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر بهروز کمالوندي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي صنعت دومره ژور دی او نفوذ لري چې ترهګر اقدامات به د هغه په پرمختګ کښې کوم خنډ رامینځته نکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2021 09:12 Asia/Kabul
  • د دوښمانانو ترهګر اقدامات په اټومي صنعت کښې خنډ نه  رامینځته کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر بهروز کمالوندي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت اټومي صنعت دومره ژور دی او نفوذ لري چې ترهګر اقدامات به د هغه په پرمختګ کښې کوم خنډ رامینځته نکړي .

هغه نن د ایران د نطنز د شهید احمدي روشن د یورانیمو د پخولو د مرکز ترهګرې پیښې ته په اشارې سره وویل په اټومي صنعت کښې پرمختګ دوام لري او د ایران ملت به په استقامت سره په دې ډګر کښې بریالیتوب ترلاسه کړي .

د ایران د اټومي ادارې ویاند بهروز کمالوندي ډاګینه کړه په امکاناتو او د ایران د اټومي صنعت د فعالانو له سرشیندنې او زړه سوندې او ژمنې یوځاې  په تخصص سره په دغه ډګر کښې بریالیتوب پریکنده دی او په دې زمینه کښې هیڅ شک نشته .

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي پرون د شهید احمدي روشن د یورانیمو د پخولو دمرکز د کتنې په وخت له څو میټره لوړې سیمې وغورځید او پښې او سر یې ژوبل شو .